د افغانستان سټنډرډ ملي ادارې د نورم د تثبیت خدمتونه بیلابیلو وزارتونو او امارتي ادارو ته په پرېکنده ټوګه دوام لري

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱ - ۱۰:۵۵
د افغانستان سټنډرډ ملي ادارې د نورم د تثبیت خدمتونه بیلابیلو وزارتونو او امارتي ادارو ته په پرېکنده ټوګه دوام لري

د سټنډرډ جوړونې د قانون او مقرراتو له مخې، د افغانستان سټنډرډ ملي اداره د بیلابیلو وزارتونو او امارتي ادارو د وسایطو، ماشینونو، د بریښنا تولیدونکو وسایلو او د تودوخې د سیستمونو د سون توکو د لګښت کچې معیار د ټاکلو مسؤلیت په ټول هېواد کې په غاړه لري.

 

د افغانستان سټنډرډ ملي ادارې د نورم تثبیت امریت د راپورونو له مخې، ددې امریت متخصصینو او تخنیکي کارکوونکو د روان کال د مرغومې میاشتې په لړ کې د (195) ډوله وسایطو، ماشینونو، د بریښنا تولیدوونکو وسایلو او د تودوخې سیستمونو نورم ټاکلی دی.

 

د نورم د تثبیت خدمتونه د هېواد د مالي او اقتصادي سرچینو په خوندي کولو او اغېزمنه استفاده کې خورا مهم دي. د افغانستان سټنډرډ ملي ادارې د نورم د تثبیت امریت متخصصین د وسایطو، ماشینونو او بیلابیلو وسایلو د سون توکو د مصرف د کره کچې ټاکلو په برخه کې شپه او ورځ زیار باسي.

د مصرفي نورمونو ټاکل،

د معیاري کولو او سپما په لور مثبت ګام

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۲ - ۱۱:۲۳
Background image

د سټنډرډ ملي ادارې د چاپېریال سټنډرډونو د تخنیکي کمیټې غونډه جوړه شوه

د سټنډرډ ملي ادارې د چاپېریال ساتنې سټنډرډونو د تخنیکي کمیټې غونډه، د اړوندې کمیټې د مشر او غړو په شتون کې، د دغې ادارې د تخنیکي غونډو په تالار کې ترسره شوه.

 

پدې غونډه کې د فاضله. . .

شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۴ - ۱۰:۵۴
Background image

د سټنډرډ ملي ادارې د درملو او سینګار توکو تخنیکي کمیټې غونډه ترسره شوه

د سټنډرډ ملي ادارې د درملو او سینګار توکو تخنیکي کمیټې غونډه د د ملي سټنډرډونو او ودانیزو کوډونو د جوړونې او رواجولو رئیس مولوي محمد حنیف، د اړوندې کمیټې رئیس او د غړو په ګډون ددې ادارې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲ - ۱۰:۱۳
Background image

په کابل کې د سټنډرډ جوړونې د فرهنګ د دود کولو کمپاین پیل شو

د افغانستان سټنډرډ ملي اداره د خلکو او سوداګرو د پوهاوي لپاره، د "د سټنډرډ جوړونې د فرهنګ دود کولو" تر عنوان لاندې یو کمپاین د کابل ښار د دولسمې ناحیې ارزان‌قیمت سیمه کې پیل کړ.

په دې. . .

BACK TO NEWS

د افغانستان سټنډرډ ملي ادارې د نورم د تثبیت خدمتونه بیلابیلو وزارتونو او امارتي ادارو ته په پرېکنده ټوګه دوام لري