د افغانستان د صادراتو د کیفیت ښه کولو او پراختیا په اړه د سټنډرډ ملي ادارې چارواکو د اروپايي ټولنې له شارژدافیرې سره ولیدل

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۵/۴ - ۱۶:۱۲
د افغانستان د صادراتو د کیفیت ښه کولو او پراختیا په اړه د سټنډرډ ملي ادارې چارواکو د اروپايي ټولنې له شارژدافیرې سره ولیدل

کابل- سټنډرډ ملي اداره - ‍۱۴۴۷ـ صفر-۱

آغلې ورانیکا، چې په افغانستان کې د اروپايي ټولنې شارژدافیره ده، د یوې رسمي لیدنــې په ترڅ کې سټنډرډ ملي ادارې ته راغله، ددې ادارې له چارواکــو سره یې ولیدل او خبرې اترې یې وکړې.

پدې ناسته کې د سټنډرډ ملي ادارې د تخنیکي چارو مرستیال محترم مولوي محمد آصف قانت او د اړوندو برخو رئیسانوو او مسئولینو ګډون درلود.

ددې ناستې موخه د خصوصي سکټور پیاوړتیا، د کورنیو تولیداتو معیاري کول، افغاني محصولاتو ته تر اروپايي بازارونو لار موندل او د سټنډرډونو همغږي وه.

په پیل کې د سټنډرډ ملي ادارې تخنیکي مرستیال محترم مولوي محمد آصف قانت، د اروپايي ټولنې د شارژدافیرې هرکلی وکړ. د تجربو د تبادلې او د سوداګرۍ د ستونزو د حل په برخه کې یې د دوه اړخیزو همکاریو په اړه هر اړخیزه وینا وکړه.

آغلې ورانیکا د سټنډرډ ملي ادارې پرمختګونو او هڅې وستایلې او ټینګار یې وکړ چې: «موږ غواړو د سوداګرۍ پر وړاندې خنډونه لمنځه ولاړ شي او چمتو یوو چې له تاسو سره د صادراتو د ودې په برخه کې هر اړخیزه همکاري وکړو.

همدارنګه نوموړې وویل: د سټنډرډونو تبادله د راکړې ورکړې د اسانتیا په موخه اړینه ده او باید سټنډرډونه له یوبل سره تبادله کړو هغې زیاته کړه د هغو توکو لپاره چې د سټنډرډونو خلاف دي باید بدیلې لارې پیدا کړو».

سټنډرډ ملي اداره د کورنیو محصولاتو د کیفیت لوړوالي، د صادراتو اسانتیا او له نړیوالو سټنډرډونو سره سم نړیوالو بازارونو ته د توکو لیږودلو ته ژمنه ده.

دا ډول لیدنې د ملي اقتصاد د پراختیا او د سټنډرډ جوړونې د فرهنګ د ترویج په لور یو مهم ګام دی.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۵/۴ - ۱۶:۱۲
Background image

د افغانستان د صادراتو د کیفیت ښه کولو او پراختیا په اړه د سټنډرډ ملي ادارې چارواکو د اروپايي ټولنې له شارژدافیرې سره ولیدل

کابل- سټنډرډ ملي اداره - ‍۱۴۴۷ـ صفر-۱

آغلې ورانیکا، چې په افغانستان کې د اروپايي ټولنې شارژدافیره ده، د یوې رسمي لیدنــې په ترڅ کې سټنډرډ ملي ادارې ته راغله، ددې ادارې له چارواکــو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۱۴:۲۱
Background image

د سټنډرډ ملي ادارې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د سټنډرډ جوړونې او کیفیت کنټرول په برخه کې خپلې لاسته راوړنې له رسنیو او خلکو سره شریکې کړې

کابل – د حکومت د رسنیو مرکز

 

د افغانستان سټنډرډ ملي ادارې نن د حکومت په رسنیو مرکز کې په یوه ځانګړې غونډه کې، د خپلو لاسته راوړنو، فعالیتونو او راتلونکو پلانونو په اړه جامع راپور له. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۳۰ - ۹:۱۲
Background image

د سټنډرډ ملي ادارې د پی‌وی‌سي پارتېشنونو او دروازو د جوړولو د داوطلبۍ د اعلان په اړه

سټنډرډ ملي اداره ټولو هغه داوطلبانو ته چې قانوني شرایط ولري بلنه ورکوي، چې د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د ادارې په بېلابېلو څانګو کې د پی‌وی‌سی پارتېشنونو او دروازو د جوړولو د داوطلبۍ پروسه کې. . .

BACK TO NEWS

د افغانستان د صادراتو د کیفیت ښه کولو او پراختیا په اړه د سټنډرډ ملي ادارې چارواکو د اروپايي ټولنې له شارژدافیرې سره ولیدل