د افغانستان د نړیوالې سوداګرۍ خونې رییس او د ولسمشر سلاکار د سټنډرډ ملي ادارې له لوی رییس سره وکتل.

چهارشنبه
۵/غبرګولی/۱۴۰۰
د افغانستان د نړیوالې سوداګرۍ خونې رییس حاجي مایل خیر خواه، د ولسمشر سلاکار اعتبارخان ځدراڼ، د افغانستاند نړیوالې سوداګرۍ خونې د پانګونې مرستیال، د دغې خونې د عامل مشر حجت الله فضلي، په افغانستان کې د سوداګرۍ نړیوال سازماناجرائیه مشر قدیر بهمن او ورسره مل پلاوي د سټنډرډ ملي ادارې له لوی رییس ذبیح الله زیارمل سره لیدنه وکړه.
په دغه لیدنه کې هغوی ښاغلي زیارمل ته د نوې دندې د مبارکۍ ترڅنګ نوموړي ته په چارو کې بریا وغوښته او له خپل او په ځانګړې توګه د دغو خونو له خوا یې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.