په سټنډرډ ملي اداره کې د کیفیت مدیریت سټنډرډونو اړوند غونډه جوړه شوه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۶ - ۱۱:۵۹
په سټنډرډ ملي اداره کې د کیفیت مدیریت سټنډرډونو اړوند غونډه جوړه شوه

د سټنډرډ ملي ادارې د کیفیت مدیریت سټنډرډونو د جوړونې تخنیکي کمیټې غونډه د اړوند کمیټې د رئیس او غړو په ګډون ددې ادارې په تخنیکي تالار کې ترسره شوه.

پدې غونډه کې د (ASTM E1212:2017) سټنډرډ کړنلاره له تخریب پرته د ازموینې مرکزونو لپاره د کیفیت مدیریت سیستمونو د رامنځته کولو مسودې او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه د کمیټې د غړو ترمنځ بحث او د نظرونو تبادله وشوه.

د کیفیت مدیریت سټنډرډونه د لارښوونو او معیارونو یوه تولګه ده چې د محصولاتو او خدمتونو د کیفیت د لوړولو لامل کېږي او د فعالیتونو په ښه والي او د پېردونکو د رضایت په زیاتوالي کې مرسته کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۷ - ۱۴:۲
Background image

د سټنډرډ ملي ادارې د سرچینو د غوره مدیریت په پار د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست د یو شمېر وسایطو نورم وټاکه

د انسا ادارې د نورم د تثبیت کولو تخنیکي ټیم، تر تخنیکي ارزونو وروسته، د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست د (۳۰) وسایطو د سون توکو د مصرف معیار وټاکه. تثبیت شوي نورمونه کولای شي د سرچینو غوره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۶ - ۱۱:۵۹
Background image

په سټنډرډ ملي اداره کې د کیفیت مدیریت سټنډرډونو اړوند غونډه جوړه شوه

د سټنډرډ ملي ادارې د کیفیت مدیریت سټنډرډونو د جوړونې تخنیکي کمیټې غونډه د اړوند کمیټې د رئیس او غړو په ګډون ددې ادارې په تخنیکي تالار کې ترسره شوه.

پدې غونډه کې د (ASTM E1212:2017) سټن. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۶ - ۱۱:۷
Background image

د افغانستان د سټنډرډ ملي ادارې او د افغانستان د نوې کیدونکې انرژۍ اتحادیې ترمنځ ناسته وشوه

په دې ناسته کې د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض الله تمیم، د دې ادارې تخنیکي مرستیال محترم محمد آصف قانت، د نوې کیدونکې انرژۍ اتحادیې اجراییه رئیس محترم شریف عظیمي او د دواړو. . .

BACK TO NEWS

په سټنډرډ ملي اداره کې د کیفیت مدیریت سټنډرډونو اړوند غونډه جوړه شوه