په سټنډرډ ملي اداره کې د سلوک او کاري انضباط په اړه د روزنیزه برنامه جوړه شوه
د سټنډرډ ملي ادارې د کارکوونکو چارو امریت د "سلوک او کاري انضباط" تر عنوان لاندې دوه ورځنۍ روزنیزه برنامه ددې ادارې په ښوونیزې خونې کې ترسره شو.
یاده برنامه چې د کارکوونکو چارو د روزنې او ظرفیت لوړولو عمومي مدیر محمود الله نوین لخوا پر مخ بېول کېده، لسګونو کارکوونکو په کې ګډون وکړ.
یاد روزنیزه برنامه د نظم او دسپلین رامنځته کولو، کارکوونکو ته د مسؤلیتونو او صلاحیتونو پیژندلو او د کاري اغېزمنو اړیکو د جوړولو په موخه د ۷ او ۸ بستونو کارکوونکو لپاره جوړه شوې وه.