د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئیس پیغام
درنو هیوادوالو ملي سټندردونه د چاپیریال په زرغونتیا، عامې روغتیا او د خلکو په سالم ژوند کې مهم رول لوبوي. د افغانستان د سټنډرډ ملي اداره د خپلو ګرانو هېوادوالو د عامه ګټو په پام کې نیولو سره د سټنډرډونو له پلي کېدو دوامداره څارنه کوي. د سټنډرډونو پلي کول په نړیوالو بازارونو کې د افغاني توکو او محصولاتو باور لوړوي او د ملي اقتصاد د پیاوړي کېدو لامل ګرځي.
د سټنډرډ ملي اداره هېواد کې د ټيټ کيفيت لرونکو توکو ته د پیر او پلور اجازه نه ورکوي، په همدې موخه له ټولو کورنيو سوداګرو او پانګوالو څخه هیله لرم، چې په هېواد کې د توليداتو او وارداتو د معياري کولو په موخه ملي سټندردونه ترلاسه او له مخې یې سالمه سوداګري ترسره کړي.