د سټنډرډ ملي ادارې د ودانیزو توکو د سټنډرډونو د جوړولو تخینکي غونډه ترسره شوه

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۱ - ۱۴:۲
د سټنډرډ ملي ادارې د ودانیزو توکو د سټنډرډونو د جوړولو تخینکي غونډه ترسره شوه

د تخنیکي کمیټې غونډه د سټنډرډونو او ملي ودانیزو کوډونو د رئیس مولوي محمد حنیف، ددې کمیټې د رئیس او غړو په ګډون سره د تخنیکي غونډو په تالار کې جوړه شوې وه.

په دې غونډه کې د کانکریټو لپاره د کیمیاوي اضافه کوونکو توکو د سټنډرډ په مشخصاتو او د هغې په کړنلارې او اړوندو موضوعاتو په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه.

د ودانیزو توکو سټنډرډونه په هیواد کې د ودانیو د معیاري کولو په برخه کې خورا بنسټیز رول لري او د ودانیز سکټور د ودې او د هیواد د کورنیو تولیداتو د پیاوړتیا په برخه کې یو مثبت ګام ګڼل کیږي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۴ - ۱۱:۳
Background image

د درملو او سینګاريزو توکو د سټنډرډونو تخنیکي غونډه په سټنډرډ ملي اداره کې ترسره شوه

دا غونډه ددې کميټې د رئیس او غړو په ګډون سره د تخنیکي غونډو په تالار کې جوړه شوه.

پدې غونډه کې د مینځلو په پوډرو، د لاسونو د مینځلو په پوډرو، د لوړ غوړ لرونکي صابون په ځانګړتیاوو او د. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۳ - ۱۱:۲۳
Background image

سټنډرډ نړیواله ورځ

نن ورځ ستندرد د ژوند په ټولو اړخونو کې مهم رول لري. د ستندردونو پر اهمیت او غوره موقف ټینګار پایدارو اقتصادي سیاستونو ته د رسېدو تر ټولو مهمه ځانګړنه ده.

 په داسې شرایطو کې چې په لویو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۲ - ۹:۵۰
Background image

د سټنډرډ ملي ادارې د نورم د تثبیت امریت د کابل هوايي ډګر د (۱) عراده ټانکر د سوند توکو لګښت تثبیت کړ

د نورم خدمتونو تثبیت د لګښتونو د سمپا او د مالي او اقتصادي سرچینو څخه د اغیزمنې ګټې اخیستنې په برخه کې ډېر ارزښت لري. د سټنډرډ ملي ادارې د نورم د تثبیت آمریت مسلکي کارکوونکي د وسایطو،. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادارې د ودانیزو توکو د سټنډرډونو د جوړولو تخینکي غونډه ترسره شوه