د سټنډرډ ملي ادارې د نورم تثبیت خدمتونه د بیلابیلو وزارتونو او دولتي ادارو لپاره په دوامداره توګه وړاندې کېږي
د سټنډرډ ملي ادارې د نورم تثبیت متخصصینو د چارو اداري، د انرژۍ او اوبو وزارت، د اقتصاد وزارت، د کار او ټولنیزو چارو وزارت، د کابل نړیوال هوایي ډګر او د افغان آریانا هوایي شرکت د ۸ وسایطو د سون توکو د لګښت معیار ټاکلی دی.
د دې ادارې د نورم تثبیت امریت تخنیکي او فني مسئولین په پرله پسې ډول هڅه کوي چې د وسایطو، تجهیزاتو، ماشینونو او بیلابیلو وسایلو د سون توکو د مصرف دقیق معیارونه تثبیت کړي.
د سټنډرډ ملي ادارې د نورم تثبیت خدمتونه د بې ځایه لګښتونو مخنیوی کوي او د مالي او اقتصادي سرچینو د اغېزناک کارونې په برخه کې خورا مهم دي.
د مصرفي نورمونو ټاکل،
د معیاري کولو او سپما په برخه کې مثبت ګام