د سټنډرډ ملي ادارې د لوی رییس په مشرۍ پلاوي په هرات، فراه او نیمروز ولایتونو کې د دې ادارې د څانګو له کاري پروسې څخه لیدنه وکړه.

Moasaq_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۲۲ - ۹:۴۴
د سټنډرډ ملي ادارې د لوی رییس په مشرۍ پلاوي په هرات، فراه او نیمروز ولایتونو کې د دې ادارې د څانګو له کاري پروسې څخه لیدنه وکړه.

سه شنبه

۲۱/سلواغه/۱۴۰۰

د سټنډرډ ملي ادارې د لوی رییس مفتي محمد حامد په مشرۍ پلاوي چې د معاینې متخصصیونو هم په کې برخه لرله، په هرات، فراه او نیمروز ولایتونو کې یې د دې ادارې د امریتونو او (TCRC) کمپنۍ له کاري پروسې څخه لیدنه وکړه.

په دغه سفر کې ښاغلي حامد په یادو ولایتونو کې د امریتونو د چارو په چټکیا او شفافیت ټینګار وکړ او د نفتي توکو د معیاري کولو په پروسه کې د شته ستونزو د حل په موخه یې د ولایت په کچه له مسوولینو سره د همغږۍ ناستې ترسره کړې چې د سوداګرو ستونزې، د نفتي توکو د کیفیت ښه والی او پر یو شمېر نورو مهمو موضوعاتو بحثونه ترسره شول.

د ښاغلي مفتي محمد حامد په مشرۍ یادو ولایتونو ته د پلاوي د سفر موخه د ولایتي څانګو او سوداګرو د ستونزو تشخیص او حل لارې وړاندې کول وو چې له مخې یې د نفتي توکو د معیاري کولو پر پروسه ټینګار او سوداګرو ته د نفتي توکو دا واردولو په برخه کې د اسانتیاو راوستل وو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۱/۷/۴ - ۹:۵۰
Background image

د ۱۴۰۱ کال د اسد د میاشتې د کیفیت تثبیت

۱- په ۱۴۰۱ کال کې د اسد په برج کې  د سټنډرډ ملي ادارې د ولایتونو د امریتونو د راپورونو له مخې په ټولیزه توګه (۳۶۹۰ )واګونونه او ټانکرونه چې وزن یې ټول ټال (128399470) ټنه تېل ، ایل پي. . .

یکشنبه ۱۴۰۱/۷/۳ - ۱۱:۵۲
Background image

د سټنډرډ ملي ادارې د مشرتابه او د کابل ولایت مقام ترمنځ د سټنډرډونو د تطبیق د همغږۍ په موخه غونډه ترسره شوه

د سټنډرډ ملي ادارې تخنیکي مرستیال مفتي محمد حامد، د مطابقت ارزونې رئیس مفتي فضل الرحمن منصور, د کابل ولایت والي شیخ الحدیث مولوي ندا محمد ندیم، د اوسپنې د ویلي کولو او د صنایعو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۶/۳۱ - ۱۱:۳۴
Background image

د سټنډرډ ملي ادارې لخوا د بیلابیلو څانګو او وزارتونو لپاره د دوی د وسایطو د تیلو مصرف اندازه کولو لپاره د نورم خدماتو عرضه کول

۱۴۴۴ هـ. 24 صفر المظفر

د سټنډرډ ملي ادارې چارواکو د بېلابېلو وزارتونو او څانګو د لسګونو موټرو د تېلو مصرف ټاکلی دی. یاد شوي چارواکي د اقتصاد وزارت، مالیې محترم وزارت، د شهیدانو او. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادارې د لوی رییس په مشرۍ پلاوي په هرات، فراه او نیمروز ولایتونو کې د دې ادارې د څانګو له کاري پروسې څخه لیدنه وکړه.