د سټنډرډ ملي ادارې د عامې روغتیا وزارت د ابن سینا صدري روغتون د (۲) پایه مرکز ګرمي د سون توکو د لګښت معیار وټاکه
د سټنډرډ ملي ادارې د نورمونو تثبیت د امریت د ګازي بخاریو، د لرګیو بخاریو او د مرکز ګرمي سیستمونو لپاره د سون توکو د لګښت معیارونو د تثبیت مسؤلیت په غاړه لري. دغه وسایل د ژمي په موسم کې د وزارتونو او دولتي ادارو د شعبو د تودوخې لپاره کارول کېږي.
د سټنډرډ کولو د قانون او د بې ځایه لګښتونو د مخنیوي په موخه د سرچینو څخه د اغیزمنې کارونې د اصولو په نظر کې نیولو سره، د موټرو، د سړک جوړونې او دانیو د ماشینونو، کرنیزو ماشینونو، جنراتورونو او د تودوخې وسایلو د سون توکو دقیق نورم ټاکل د سټنډرډ ملي ادارې له صلاحیتونو څخه ګڼل کېږي.
- د مصرفي نورمونو ټاکل
- د سټنډرډ کولو او سپما په برخه کې مثبت ګام