د سوداګرۍ په وړاندې د تخنیکي خنډونو عمومي مدیریت (TBT)

 

د (TBT) عمومي مدیریت د (انسا) ادارې په چوکاټ کې په (۲۰۱۶م) کال هغه وخت په فعالیت پیل وکړ، کوم وخت چې افغانستان د سوداګرۍ نړیوال سازمان (WTO) غړی هېواد شو. (WTO) چې د سوداګرۍ له قوانینو سره سروکار لري، اصلي دنده یې د نړیوالې سوداگرۍ ساده ګي او اسانه کول دي. د (TBT) تړون یو له مهمو تړونونو څخه شمېرل کېږي او د نړیوال سازمان (WTO) د تړون له اړینو ګامو څخه بلل کېږي. یاد تړون د نړیوالې سوداګرۍ لپاره قانوني بنسټ بلل کېږي، څو د دې تړون په پلي کولو سره سوداګرۍ ته کوم بې ځایه خڼد پېښ نه شي. همدارنګه د دې تړوڼ اساسي موخې دا دي چې دولتونه اړ باسي، څو خپلې ټولې سوداګریزې پالیسۍ د همدغه تړون په چوکات کې جوړې کړي.

 

د سوداګرۍ په وړاندې د تخنیکي خنډونو د تړون بنسټیز اصول عبارت دي له:

  • سوداګرۍ ته د بې ځایه خنډونو له پېښېدلو څخه مخنیوی.
  • پرته له تبعیض او توپیر څخه چلند.
  • په تخنیکي مقرراتو، سټنډرډونو او د مطابقت ارزونې په پروسو کې همږغي.

د سوداګرۍ په وړاندې د تخنیکي خنډونو عمومي مدیریت (TBT)