د روغتیا او طبي وسایلو د سټنډرډونو د تدوین تخنیکي کمیټې غونډه ترسره شوه

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۹:۵۱
د روغتیا او طبي وسایلو د سټنډرډونو د تدوین تخنیکي کمیټې غونډه ترسره شوه

یاده غونډه د سټنډرډ ملي ادارې په تخنیکي تالار کې د ملي سټنډرډونو او ودانیزو کوډونو د تدوین او ترویج رئیس مولوي محمد حنیف، د اړوندې کمیټې د رئیس او غړو په حضور کې ترسره شوه.

په دې ناسته کې د انسان د حرارت د درجې د متناوبې اندازې لپاره د بیا کارېدونکي د فاز بدلون لرونکي تب ‌سنج لپاره د ASTM E1299-96 Reapproved (2023)  سټنډرډ په اړه او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه بحث او نظرونه تبادله شوو.

د کمیټې غړو د دې ډول ترمامیترونو په تخنیکي ټکو او تخنیکي مشخصاتو مفصل بحثونه وکړل او ارزښتناکې نظریې یې د یاد سټنډرډ د نهایي کېدو لپاره وړاندې کړې.

سټنډرډ ملي اداره ژمنه ده چې د نړیوالو معتبرو سټنډرډونو د تدوین او تطبیق له لارې د طبي تجهیزاتو د معیاري کولو او د عامې روغتیا د تضمین په برخه کې مؤثر رول ولوبوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۱۰:۲۴
Background image

ستنډرډ ملي ادارې د پښتني بانک د ۸ عراده بیلابیلو وسایطو د مصرف نورم تثبیت کړ

د ستنډرډ ملي ادارې د نورم تثبیت آمریت تخنیکي ټیم په نه ستړې کیدونکې توګه هڅه کوي ترڅو د وسایطو، تجهیزاتو او ماشینونو د سوند توکو د مصرف دقیق معیار وټاکي. دا نورمونه د سرچینو په ښه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۱۰:۱۹
Background image

د سټنډرډ ملي ادارې د خوراکي توکو د سټنډرډونو د تدوین غونډه جوړه شوه

د خوراکي توکو د سټنډرډونو د تدوین تخنیکي کمیټې غونډه د سټنډرډ ملي ادارې په تخنیکي تالار کې د ملي سټنډرډونو او ودانیزو کوډونو د تدوین او ترویج رئیس مولوي محمد حنیف، د اړوندې کمیټې رئیس. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۱۰:۸
Background image

د چاپېریال ساتنې سټنډرډونو جوړولو تخنیکي کمیټې غونډه د سټنډرډ په ملي اداره کې جوړه شوه

د سټنډرډ ملي ادارې د چاپېریال ساتنې سټنډرډونو جوړولو تخنیکي کمیټې غونډه د ملي سټنډرډونو او ودانیزو کوډونو د تدوین او ترویج رئیس مولوي محمد حنیف، د اړوندې کمیټې رئیس او تخنیکي غړو په. . .

BACK TO NEWS

د روغتیا او طبي وسایلو د سټنډرډونو د تدوین تخنیکي کمیټې غونډه ترسره شوه