د مطابقت ارزونې ریاست

د مطابقت ارزونې ریاست د سټنډرډ ملي ادارې په چوکاټ کې یو له ډېرو مهمو ریاستونو څخه شمېرل کېږي چې د کیفیت د ملي بنسټ په جوړولو کې مهم رول لوبوي. مطابقت ارزونه له درېیو ځانګړو پروسو څخه جوړه شوې ده چې لابراتواري ازموینې یا ټسټونه، تفتیش او څار او همدارنګه د چوپړوالي پروسو، سېسټمونو او محصولاتو ته د تصدیق پاڼو د ورکړې په برخه کې فعالیت کوي.

 

د اوس لپاره یاد ریاست څلور امریتونه په مرکز او اووه امریتونه په ولایتونو کې لري چې اتم امریت به په نږدې راتلونکي کې په کندهار ولایت کې پرانیستل شي، څو د تولیدي او توریدي محصولاتو د کیفیت د کنټرول په برخه کې یو بل اړین ګام واخیستل شي. د مرکز امریتونه عبارت دي له: د مرکزي لابراتوارونو امریت، پر ملي سټنډردونو او ساختماني کوډونو د څار امریت او د کیفي تصدیق پاڼو امریت. همدارنګه د ولایتونو د مطابقت ارزونې امریتونه په هرات، بلخ، فراه، نیمروز، ننګرهار، فاریاب او کندز ولایتونو کې موجود دي.

 

د مطابقت ارزونې د ریاست فعالیتونه او چوپړ په مرکز کابل کې اوس مهال د نفتي او ساختماني موادو د ټسټونو په برخه کې دي چې په راتلونکي کې به د خوراکي موادو او برښنايي وسایلو په برخه کې هم خپل فعالیتونه پیل او د هېوادوالو په چوپړ کې به وي. په ولایتونو کې د ساختماني موادو لومړنی لابراتوار په ننګرهار کې د روان کال په اوږدو کې پرانیستل شو او همدارنګه په یاد ولایت کې د نفتي موادو لابراتوار هم خپل چوپړ ته دوام ورکوي. په هرات او بلخ ولایتونو کې به هم د ساختماني موادو د کنټرول د کیفیت لابراتوارونه په راتلونکي کې پرانیستل شي.

د مطابقت ارزونې ریاست