د سټنډرډ ملي ادارې لوی رییس د ولسي جرګې له لومړي نایب سره وکتل.

Moasaq_admin
Mon, Jun 21 2021 2:45 PM
د سټنډرډ ملي ادارې لوی رییس د ولسي جرګې له لومړي نایب سره وکتل.

د سټنډرډ ملي ادارې لوی رییس انجنیر ذبیح الله زیارمل د ولسي جرګې له لومړي نایب احمد جاوید جیحون سره وکتل.

په دغه لیدنه کې ښاغلي زیارمل په هېواد کې د کیفیت ملي بنسټ پر ایجاد او پیاوړتیا او د مټرولوژي پر ارزښت او د وزن او کچې د معیاري کولو په تړاو هر اړخیزه خبرې وکړې او د مټرولوژي قانون د تصویب په اړه یې له لومړي نایب او دغه راز د ملي شورا د نورو غړو له همکارۍ مننه وکړ.

ښاغلي جیحون په هېواد کې د سټنډرډ جوړونې او د محصولاتو او تولیداتو د کیفیت لوړونې په برخه کې د انسا ادارې د لوی رییس هڅې وستایلې او د ولسي جرګې له لوري یې د لا ډېرې همکارۍ ژمنه یې وکړه.

Latest news

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادارې لوی رییس د ولسي جرګې له لومړي نایب سره وکتل.