د نقلیه وسایطو د ګازي ټانکیو د نصب اړوند ښوونیز برنامه په سټنډرډ ملي اداره کې ترسره شوه
دا ښوونیزه برنامه د یوې ایرانۍ کمپنۍ د متخصصینو له لوري د سټنډرډ ملي ادارې د تخینکي برخې کارکوونکو ته ددې ادارې په روزنیز تالار کې جوړه شوې وه. پدې برنامې کې د ستنډرډ ملي ادارې د مطابقت د ارزونې رئیس مولوي شیرآغا جالب او د مرکزي لابراتوارونو ځینې کارکوونکو ګډون درلود.
یاده برنامه د نقلیه وسایطو په انجنونو کې د ګازي سیستمونو د معیاري نصب او په وسایطو کې د ګازي ټانکیو (مخزنونو) د معیاري نصبولو په موخه په سټنډرډ ملي اداره کې جوړه شوې وه.