د سټنډرډ ملي ادارې د نورم د تثبیت امریت د کابل ښاروالۍ د (۳) عراده وسایطو نورم وټاکه
د سټنډرد ملي ادارې د نورم د تثبیت امریت فني او تخنیکي مسؤلینو د کابل ښاروالۍ د سمسورتیا ریاست (۲) عراده او د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او څارنې ریاست د یو عراده موټر د تېلو د لګښت معیار وټاکه.
د سټنډرډ ملي ادارې د نورم د تثبیت د خدمتونو وړاندې کول د مالي او اقتصادي سرچینو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې په برخه کې خورا مهم دي.