د سټنډرډ ملي ادارې د داخلي تفتیش نوی امر معرفي شو

محترم مولوي محمد حنیف د سټنډرډ ملي ادارې د داخلي تفتیش د امر په توګه رسماً معرفي شو. د سټنډرډ ملي ادارې د دفتر رئیس محترم مولوي وحید احمد بدري د معرفۍ په مراسمو کې د دې ادارې د مطابقت او ارزونې رئیس محترم مفتي فضل الرحمن منصور او د اړوندو ادارو مسؤلینو ګډون کړی وو. د سټنډرډ ملي ادارې د دفتر رئيس محترم مولوي بدري د مولوي محمد حنیف د تقرر فرمان د لوستلو پر مهال په دولتي بستونو کې تغير او تبديل يو مهم اصل وباله او مولوي محمد حنيف ته يې په چارو کې د برياليتوب هيله وکړه.مراسم د مفتي فضل الرحمن منصور په تلاوت سره پای ته ورسېدل