د افغانستان د سټنډرډ ملي ادارې استازو د اسلامي هېوادونو لپاره د سټنډرډ او میټرولوژي انسټیټیوټ (SMIIC) په عمومي غونډه کې ګډون وکړ
د اسلامي هیوادونو لپاره د سټنډرډ او میټرولوژي انسټیټیوټ (SMIIC) اوولسمه مه عمومي غونډه او د بورډ 24 مه غونډه (BOD) د نومبر په 21 کې په ترکیه کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې د ملي ودانیزو کوډونو او د سټنډرډونو تدوین ریاست رئیس دیپلوم انجینر غلام سرور همګام او د افغانستان د سټنډرډ ملي ادارې تخنیکي سلاکار ښاغلي محمد طارق "صافي" ګډون کړی وو.
په دې غونډه کې د ټولو اسلامي هېوادونو استازو برخه اخیستې وه، چې موخه یې په اسلامي هېوادونو کې د باکیفیته بنسټونو پراختیا او د مسلکي ظرفیتونو لوړول دي.