په فاریاب ولایت کې د لومړي ځل لپاره د نفتي موادو د لګښت نورم تثبیت او وټاکل شو.

د (۱۵/لړم/۱۳۹۸) نېټه د سټنډرډ ملي ادارې د ریاست مقام په حکم د تخنیکي ټیم په ملتیا یو پلاوی د نفتي موادو د لګښت نورم د تثبیت او ټاکلو په موخه فاریاب ولایت ته سفر وکړ.
د دغه سفر په ترڅ کې یاد پلاوي د همغږۍ په موخه د فاریاب ولایت له والي او سیمییزو چارواکو سره لیدنه وکړه. په دغه لیدنه کې د سټنډرډ ملي ادارې د مسوولیتونو او په ځانګړې توګه د نورم د تثبیت په برخه کې معلومات وړاندې کړل.
د لیدنې په اوږدو کې والي نقیب الله فایق د دوی په لیدو خوښي وښوده او په وینا یې چې د ویاړ ځای دی چې د سټنډرډ ملي اداره په لومړي ځل د نفتي موادو د لګښت د نورم د تثبیت په موخه پلاوی او د اړتیا وړ ماشینونه دغه ولایت ته استوي. نوموړي ټولو اړونده مسوولینو ته سپارښتنه وکړه چې له یاد پلاوي سره دې د وسایطو او ماشینونو په چک کولو کې مرسته وکړي.
یاد پلاوي شاوخوا (۱۲۸) ډوله وسایط او ماشینونه تجربه او چک کړل چې پایلې یې په ترتیب په فورمونو کې درج کړې.
نورمونه په اقتصادي برخو کې د سنجش بنسټ بلل کېږي چې د اضافي لګښتونو مخنیوی کوي چې اساسي موخه یې د تشکیل او له معقولو سرچینو څخه د ګټې اخیستنې طرح جوړونه، د نورمونو د استعمال تصویبول او د علمي، تخنیکي، اقتصادي او ټولنیزو نورماتیفونو تامینول دي.