مټرولوژي (وزن او کچه)

مټرولوژي (وزن او کچه)

مټرولوژي په ساده ژبه د اندازه کولو له علم څخه عبارت ده. مټرولوژي باید په نړیوالو هڅو سره د یوې واحدې ملي مټرولوژۍ د زیربنا د ملاتړ په موخه د قانوني او علمي مټرولوژۍ لپاره ترسره شي.

ویل کېږي د یوه سوداګریز سېسټم لپاره تر ټولو اساسي اړتیا د اندازه کولو علم دی. حتی په ساده راکړه ورکړه کې د طول، کتلې، حجم، وخت او د حرارت درجې د تثبیت لپاره د وړتیا نه درلودل به د تقلب په معنی وي او با انصافه سوداګري به نه وي او د ښاریانو د روغتیا ساتنې لپاره چې کوم قوانین ټاکل شوي دي، بې اغېزې به وي. ؟؟؟؟ د اندازه کولو د یوه ملي سېسټم ایجاد یا مټرولوژي د سوداګرۍ د اسانتیا لپاره لومړی ګام بلل کېږي.

 

په افغانستان کې د مټرولوژۍ د بنسټ د ایجاد اړتیا

د اقتصاد او په عمومي توګه د ټولنې لپاره د مټرولوژۍ علم په نړیواله کچه ورځ تر بلې د درک وړ ګرځي. دقیقه اندازه ګیري د تخنیکي مقرریو، سټنډرډونو او قانوني مټرولوژۍ د ملا تیر تشکیلوي او په همدې دلیل د ملي، نړیوالې او با انصافه سوداګرۍ یو شرط بلل کېږي. د هرې ادارې، شرکت او سازمان په سېسټمونو کې د خوندیتوب، اغېزتوب، د باور وړ او ځیرکتیا مفکورې د زیات ارزښت وړ بلل کېږي او د تولیداتو د کیفیت تضمین کوي.

په بازار کې د راکړې ورکړې او د څيزونو له کمیت او کیفیت څخه د پېریدونکو د باور جلبولو لپاره منل شوې دقیقه اندازه ګیري خوارا مهمه ده. تر ټولو مهمه دا چې دقیقه او په نړیواله کچه پېژندل شوې اندازې د مخ پر ودې هېوادونو لپاره بازار ته د توکو او تولیداتو د وړاندې کولو شونتیا برابروي. دقيقې او ټاکلې اندازې د پېریدونکو د تقاضا لېوالتیا زیاتوي او په کمیت کې د پلورونکو د تقلب په لېوالتیا کې کمښت راولي.

 

مټرولوژي د لاندې برخو درلودونکې ده

  • د اندازه کولو او محاسبې تیوري
  • د اندازه کولو واحدونه او په سمه توګه د هغو د فزیکې اندازې درک
  • د اندازه ګیرۍ د پروسیجز پروسس او تګلاره
  • د اندازه ګیرۍ د سامانونو ځانګړتیاوې او خواص

سالمه اندازه ګیري د تخنیکي مقرریو، د شواهدو د سټنډرډونو او قانوني مټرولوژۍ د ملا تیر تشکیلوي. په همدې دلیل وزن او کچه د ملي، نړیوالې، عادلانه او ازادې سوداګرۍ لپاره لومړۍ اړتیا ده. د هر انسټیټوټ، شرکت او سازمان په سېسټمونو کې د خوندیتوب، اغېزتوب، د باور وړتیا او ځیرکتیا مفکورې خوارا د ارزښت وړ بلل کېږي چې د محصول کیفیت هم تضمینوي. دا چې د بازار د معاملې د پېښېدو ډاډ موجود وي او مصرف کوونکي د توکو په پېرودلو کې له کمیت او کیفیت څخه ډاډ ولري، په دې برخه کې دقیقې او په پراخه توګه د منلو وړ اندازه ګیرۍ خوارا مهمې دي. د منلو وړ نړیوالې اندازه ګیرۍ مخ پر ودې هېوادونو ته د څیزونو او غذایي توکو د صادرولو شونتیا برابروي. غوره او دقیقې اندازه ګیرۍ د پيریدونکي د زیاتو غوښتنو او د پلورونکي د لږ ورکولو د تمایل مخه نیسي.

د ټکنالوژۍ نوښت په دقیقې اندازه ګیرۍ پورې تړلی دی. نوي نظرونه او محصولات هغه وخت ترسره کېږي چې د اندازه کيرۍ د باور وړ سېسټم موجود وي. ناروغان چې کله طبي درملنه کوي، اړینه ده چې د معایناتو له پایلې، په درملنه کې له تقلب او حتی له دې ډاډه اوسي چې د درملو ترکیبات په سمه توګه اندازه ګیري شوي دي.

څېړنو ښودلې ده چې د نړیوال سټنډرډ او د سوداګریزې پراختیا تر منځ په اندازه ګیرۍ او ازمېيښتي وسایل کې یوه پیاوړې اړیکه شتون لري او دا څېړنې ثابتوي چې د مټرولوژۍ (وزن او کچه) یو غوره سېسټم د کورنیو محصولاتو (GDP) په وده کې مهم رول لوبوي.

د یوې ډلبندۍ له مخې مټرولوژي په درېیو برخو وېشل شوې ده.

مټرولوژي علمي (Scientific Metrology)

د مټرولوژۍ هغه برخه ده چې کاري ساحه یې د اندازه ګیرۍ ملي سټنډرډونه دي او د اندازه ګیرۍ، څېړنو او علمي مطالعو د واحدونو په تعریف کې ترې ګټه اخیستل کېږي.

حقوقي یا قانوني مټرولوژي (Legal Metrology)

قانوني مټرولوژي یا Legal Metrology د مټرولوژۍ هغه ډول دی چې له قانوني وسایلو څخه د حاصل شویو پایلو فعالیتونه ښيي او په ټوله کې ویلی شو چې د مټرولوژۍ دا ډول د اندازه کیرۍ په واحدونو، د الاتو اندازه ګیرۍ او د اندازه ګیرۍ په تګلارو پورې اړونده ده.

د قانوني مټرولوژۍ فعالیتونه په هر هېواد کې د موجوده قانوني ادارې یا ارګان له لوري منظم کېږي. دا ډول فعالیتونه د مټرولوژۍ د قانون پر بنسټ منظم او سنجش کېږي چې د توکو پېر، پلور، تبادله او یا د هغو لېږد او د مالیې او عوایدو راټولول په کې شامل دي.

 

صنعتي مټرولوژي (Industrial Metrology)

د مټرولوژۍ د دې برخې ټول تمرکز پر صنعت، لوازمو، دستګاه او په صنعتي الاتو باندې دی.

 

د اندازه کولو سټنډرډ

په دې سټنډرډونو کې د اندازه کولو توکي، وسایل، سېسټم او یا د اندازه کولو د سرچینې توکي شامل دي چې د هغو پر بنسټ کولای شو، د اندازه کولو اله او په هغو پورې اړوند فزیکي فکټورونه تعیین، پېژندنه، ساتنه او یا بیا ځلې عیارول د همدې اړوندو سټنډرډونو په وسیله جوړ او عیار کړو.

د قانوني مټرولوژۍ یوه مهمه ځانګړنه د لټون (Traceability) وړتیا ده، چې دا ځانګړنه د رفرنس یا د سرچینې د موادو د پرتله کولو اړوند د اندازه کولو پایله پیدا کوي او پیریدونکي او مصرف کووکي ته ډاډ ورکوي چې پایله د ډاډ وړ ده.

ټول ملي او نړیوال سټنډرډونه د علمي لاسته راوړنو سره د یوې پیاوړې پرتلیزې اړیکې له لارې له ټولو موجودو ټکو څخه منځ ته راځي.

 

نړیوال سېسټم (IS)

د واحدونو د نړیوال سېسټم سټنډرډ (Units International System of) چې معمولا په (مټریک سېسټم) یا (IS سېسټم) باندې پېژندل کېږي، له یوې سټنډرډ نړیوالې دستګا څخه عبارت دي چې د فزیکي کمیتونو د (واحدونو) په ډول د سنجش لپاره په کارېږي. دا سېسټم په ۱۰۶۰م کال کې را منځ ته شوی دی.

د دې سېسټم اصلي واحدونه عبارت دي:

  • د طول واحد: متر دm  په سمبول سره
  • د کتلې واحد: کیلو ګرام د kg په سمبول سره
  • د وخت واحد: ثانیه د S په سمبول سره
  • د الکترونیکي جریان د شدت واحد: امپیر د A په سمبول سره
  • د حرارت درجې واحد: کلورین د K په سمبول سره
  • د مادې واحد: مول د Mol په سمبول سره
  • د برښنا د شدت واحد: کاندلا د cd په سمبول سره
  • د سطحې پر مخ د زاویې واحد: رادیان د rad په سمبول سره
  • په فضا کې د زاویې واحد: سټرادیان د stradian په سمبول سره

فرعي واحدونه

هغه واحدونه دي چې د څو واحدونو له ترکیب څخه تشکیل شوي وي؛ لکه متر پر ثانیه یا د چټکیا واحد د m/s سمبول سره. د مټرولوژۍ (وزن او کچه) د موضوع رول او ارزښت ته په پام سره په هر هېواد کې د مټرولوژیکي قوانینو او مقرراتو شتون د مټرولوژۍ اړوندو چارو د قانوني کېدلو لپاره له زیات ارزښت څخه برخمن دي.

د سټنډرډ ملي اداره په هېواد کې د ملي سټنډرډونو د یواځینۍ تصویب کوونکې سرچینې په توګه توانېدلې ده چې د مټرولوژۍ په برخه کې (۱۵) سټنډرډونه د سټنډرډ عالي شوری له تصویب وروسته نهايي کړي او د مټرولوژۍ د ملي سټنډرډونو په توګه د کارېدلو وړ ګرځېدلي دي.

 

 

د مټرولوژۍ لابراتوارونه

د انسا ادارې د مټرولوژۍ لابراتوارونه اوس مهال په پنځو ځانګړو برخو (کتله، طول، حجم، فشار او بښنا) کې ۶۹ دستګاوې او د اندازه کولو ځیرکې او مډرن الې لري چې ډېر ژر به د یادو وسایلو د زده کړیزې پروسې له بشپړاي وروسته عملي کار پیل کړي.

 

د مټرولوژۍ په برخه کې ملي سټنډرډونه عبارت دي له:

ستندرد های ملی نهایی شده مترولوژی

Metrology (TC - 10) National Standards List

No

Name of Standard

No of Std

year

Adopted From

نام ستندرد ملی

1

Standard for Cylindrical knob type weights (1g to 10 kg)

AS 122

1389/2011

OIML:1972

د استوانه يي ډبرو سټنډرډونه(له ۱ګرام تر ۱۰ ګرامه)

2

Standard for Iron Weights parallelepiped (5kg to 50kg)

AS 130

1390/2011

OIML, India 1987

د متوازی السطوح اوسپنې د وزن سټنډرډ (له پنځه کیلو ګرام تر پنځوس کیلو ګرام)

3

Standard for Bringer Balance

AS 132

1390/2011

OIML:1968

د دوه پله یي مرغه تلې ملي سټنډرډ

4

Standard for Beam scale (Type A)

AS 176

1390/2011

ISIRI-3073, India 1987

د دوه کفه يي شاهین تلې ملي سټنډرډ

5

Standard for Gas Cylinder

AS 182

1390/2011

ISIRI 473 4th Rev

د ګاز د سلنډرونو سټنډرډ

6

Standard of Pressure cooker

AS 268

1391/2012

ISIRI 145

د بخار دیګ سټنډرډ

7

Standard specification for commercial metric capacity measures

AS 274

1391/2012

ISIRI 416 2nd Rev

د سوداګریزو پیمانو د اندازې د ځانګړتیاو سټنډرډونه

8

Standard specification for commercial metric length measures (none flexible)

AS295

1392/2013

ISIRI 368

د سوداګریزو مترونو د ځانګړتیاو سټنډرډ (انعطاف نه منونکی)

9

Standard for commercial weights for portable weighting machine

AS296

1392/2013

ISIRI 2370

د سوداګریزو وزنونو د متحرکو تلو سټنډرډ

10

Standard of commercial weights from 100 gr to 20 kg

AS 473

1392/2014

 

د سوداګریزو استوانه یي وزنونو سټنډرډ( له ۱۰۰ ګرام تر ۲۰ کیلو ګرام)

11

Standard of plat form skill

AS 474

1392/2014

 

د متحرکو تلو سټنډرډ

12

Standard of pressure balance

AS 501

 

 

د فشاري تلو سټنډرډ

13

Standard of Load cell

AS 502

 

 

د لوډسل (Load cell) ملي سټنډرډ

14

Standard of Self - closing valve of liquefid gas slender

AS 503

 

 

د اولن ګاز د خودبند سلنډر د وال سټنډرډ

15

Standard of Hexagonal weights metrological and technical requirement

AS 504

 

 

د شپږ مخي ډبرو د مټرولوژیکي او تخنیکي الزاماتو سټنډرډ

 

 

مټرولوژي (وزن او کچه)