د سټنډرډ ملي ادارې د درملیزو او سنگاریزو توکو د سټنډرډونو په اړوند تخنیکي غونډه ترسره شوه
د سټنډرډ ملي ادارې د درملیزو او سنگاریزو توکو د تخنیکي کمیټې غونډه د ملي سټنډرډونو او د ودانیزو کودونو د جوړونې او رواجولو رئیس مولوي محمد حنیف، د اړوندې کمیټې د رئیس او غړو په ګډون د دې ادارې په تخنیکي تالار کې جوړه شوه.
په دې غونډه کې د حلال سنګاریزو توکو – عمومي اړتیاوو او نورو اړوند موضوعاتو په اړه ددې کمیټې د غړو تر منځ بحث او نظرونه تبادله شول. دا سټنډرډونه د اړتیاوو او سټنډرډونو یوه ټولګه ده چې د اسلامي شریعت د اصولو او قوانینو سره د مطابقت د سنګاریزو محصولاتو ډاډ ترلاسه کولو لپاره ترتیب شوي او معمولاً د اسلامي هیوادونو لپاره د سټنډرډ او مترولوژۍ انسټیټوټ (SMIIC)لخوا تنظیم او څارل کیږي.