په سټنډرډ ملي اداره کې د کیلې سټنډرډ طرحې په اړه غونډه جوړه شوه
د سټنډرډ ملي ادارې د خوراکي او کرنیزو محصولاتو د معیارونو د لوړولو د کمېټې غونډه د دغه ریاست د تخنیکي غونډو په تالار کې جوړه شوه. په دې غونډه کې د يادې شوې تخنيکي کمېټې رئيس او غړو د کيلې د معيار د طرحې په اړه بحث او نظرونه تبادله کړل