مفتي محمد حامد د سټنډرډ ملي ادارې د چارسنمبالي په توګه وټاکل شو.
دوشنبه
۶/۱۰/۱۴۰۰
د افغانستان اسلامي امارت د رییس الوزراء د ۱۵/۵/۱۴۴۳ نېټې د (۵۷۵) ګڼې حکم پر بنسټ مفتي محمد حامد د سټنډرډ ملي ادارې د چارسنمبالي په توګه د چارو ادارې د امنیتي او دفاعي کمیسیون رییس مولوي محمود شاه له لوري د دغې ادارې کارکوونکو ته د یوې غونډې پر مهال معرفي شو.
ښاغلي حامد د وینا پرمهال په سټنډرډ ملي اداره کې پر کیفي اصلاحاتو ټینګار وکړ او په خبره یې د ټولو تولیدي، صادراتي او وارداتي توکو پروسه به د اړوندو سټنډرډونو مطابق ترسره کېږي. د هغه په وینا چې سوداګرو ته به د سالمې سیالۍ خوندي چاپېریال رامنځ ته کوي.
مفتي محمد حامد له خدای ج څخه په دغه مسوولیت کې د توفیق او بریا غوښتنه وکړه او په وینا یې چې د خدای ج په مرسته به ولس ته د غوره چوپړتیاو په موخه د دغې ادارې په هره برخه کې کیفي اصلاحات راولي.