د نساجۍ او چرم د سټنډرډونو د تخنیکي کمیټې غونډه په سټنډرډ ملي اداره کې جوړه شوه
دا غونډه د اړوندې کمیټې د رئیس او غړو په ګډون ددې ادارې د تخنیکي غونډو په تالار کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې د انځورونو د کاغذونو د ابعادو د سټنډرډ مسوده او د تېرې کمیټې د مسودې پاتې برخه چې د کاغذ او مقوا د ضخامت، کثافت او ځانګړې حجم د ټاکلو په اړه وه تر بحث لاندې ونیول شوې.
د انځورونو د کاغذونو د ابعادو د سټنډرډ جوړولو موخه د انځورونو د کاغذونو د اندازو لپاره نومونه او اړوند ابعاد ټاکل دي، چې په اماتورۍ، سوداګریزو او پورټریټ انځورونو کې کارول کیږي.