د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د سټنډرډ ملي ادارې نوی تخنیکي چارو مرستیال معرفي شو.

۱۴۴۴ هـ ق ۶ شعبان
د عالیقدر امیرالمؤمنین د حکم له مخې ښاغلی مولوي محمد آصف قانت د مفتي محمد حامد پر ځای د سټنډرډ ملي ادارې د تخنیکي چارو مرستیال په توګه رسماً معرفي شو.
او مفتي محمد حامد د کیفي د تصدیق پاڼو د رئیس په توګه معرفي شو.
په دغه غونډه کې چې په همدې موخه د سټنډرډ ملي ادارې د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض الله تمیم، محترم مولوي محمود شاه زاهد د چارو ادارې دفاعي او امنیتي چارو رئیس مولوي عطاء الله فرید د سټنډرډ ملي ادارې د مالې چارو مرستیال, مولوي وحید احمد بدري د دفتر رئیس او د اړوندو شعباتو مسؤلینو ګډون کړی وو.
غونډه د سټنډرډ ملي ادارې د دعوت ارشاد رئیس ښاغلي مفتي نور احمد یاسر لخوا د سپېڅلي کلام د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه
لومړی د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئیس ښاغلي الحاج ملا فیض الله " تمیم "میلمنو ته ښه راغلاست وويل او زياته يي کړه چي ؛ زموږ دنده د خپلو ګرانو هېوادوالو د هوساینې برابرول دي او د چارو په پرمختګ کې اطاعت او اخلاص یو اړین او ټاکلی مکلفیت دی. هغه د دعوت ارشاد ریاست پر اهمیت او مقام د ټینګار په ترڅ کې زیاته کړه: موږ ټولو ته لازمه ده چې د خپلو لوړپوړو چارواکو د حکمونو اطاعت وکړو، له یو بل سره بشپړه همکاري ,همغږي وکړو او چارې په چټکتیا او پر خپل وخت ترسره کړو.
ورپسې د چارو ادارې د دفاعي او امنیتي چارو رئیس محترم مولوي محمود شاه زاهد د انسا ادارې د تخنیکي مرستیال په توګه د مولوي محمد آصف قانت د ګمارنې په اړه د عالیقدر امیرالمؤمنین فرمان ولوستلو او د دغه ادارې په مهموالي ټینګار وکړ. او زیاته یې کړه: واک او مسؤلیت د لوی څښتن تعالی لوی امتحان دی او زموږ د مظلومو خلکو هیله له اسلامي امارت څخه ده، نو د ستونزو د حل لپاره اساسي حل لاره د یو بل سره لاس یو کول دي.
دغه راز د سټنډرډ ملي ادارې نوي ټاکل شوي تخنيکي مرستيال د عالیقدر اميرالمؤمنين او د رهبرۍ له باور څخه مننه وکړه او ويې ويل، د مسئولیتونو درک مهم او حياتي دی او له الله تعالی څخه ځان ته د اخلاص، تقوا غوښتنه کوم.
غونډه د سټنډرډ ملي ادارې مالي او اداري مرستیال مولوي عطاالله فرید د دعایې په لوستلو سره پای ته ورسیده.