د طبي وسایلو د سټنډرډونو اړوند تخنیکي غونډه په سټنډرډ ملي ادارې کې جوړه شوه

د سټنډرډ ملي ادارې د درملو او کاسمیټیک موادو د تخنیکي کمېټې غونډه جوړه شوه. دغه غونډه د درملو او کاسمیټیک سټنډرډونو د پراختیا د مسؤل ډاکټر جاوید پردیسي، د فارمسي اتحادیې د غړي خلیل خاکزاد او د کمیټې نورو غړو په ګډون د دغه ادارې د تخنیکي غونډو په تالار کې جوړه شوه.
په دې ناسته کې د طبي وسایلو د معیاري کولو په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه.