د سټنډرډ نړیواله ورځ او د کیفیت اونۍ ولمانځل شوه.

Moasaq_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۷/۲۸ - ۱۰:۲۱
د سټنډرډ نړیواله ورځ او د کیفیت اونۍ ولمانځل شوه.

یکشنبه

۲۷/تله/۱۳۹۹

د سټنډرډ ملي ادارې د حکومت د معلوماتو او رسنیو په مرکز کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د سټنډرډ نړیواله ورځ او د کیفیت اونۍ ولمانځله. په دغه غونډه کې د جمهوري ریاست دویم مرستیال استاد سرور دانش، د سټنډرډ ملي ادارې لوی رییس عزیز احمدزي، د سوداګرۍ وزارت مرستیال عبدالرکریم ملکیار، سلاکار وزیرانو، دولتي چارواکو، ژورنالیستانو او د دولتي او خصوصي ادارو سلګونه استازو برخه لرله.

د غونډې په پیل کې عزیز احمدزي خبرې وکړې او د دغې ادارې د چارو او فعالیتونو په تړاو یې بشپړ معلومات وړاندې کړل. د هغه په وینا چې هوډ لري د دغې ادارې چارې د لنډمهاله او اوږد مهاله پلانونو له مخې منظمې او پر مخ یوسي. نوموړي پر سوداګرو غږ وکړ چې هېواد ته کیفیت لرونکي توکي وارد کړي، څو سوداګري یې وغوړېږي او په هېواد کې د کیفیت په تامین کې هم له انسا ادارې سره همکاري وکړي. هغه زیاته کړه په هېواد کې د کیفیت د تامین په برخه کې جدي دی او له سرغړوونکو سره به قانوني چلند کوي.

د ولسمشر دویم مرستیال ښاغلي دانش د سټنډرډ پر تاریخ او ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل چې د سوداګرۍ، صنعت او تولید په برخه کې د ستنډرډ ارزښت له هیچا پټ نه دی. د هغه په وینا انسا ادارې په کم وخت کې زیات مزل کړی. نوموړي و ویل دا چې د جمهوري ریاست دویم معاونیت د سټنډرډ عالي شورا رهبري په غاړه لري، په همدې اساس یې مونږ قوي ملاتړ کوو. ښاغلي دانش پر سوداګرو، متشبثینو او اړوندو کسانو غږ وکړ چې له انسا ادارې سره هر اړخیزه همکاري وکړي.

د دې ترڅنګ ښاغلي ملکیار، د کابل پوهنتون علمي مرستیال ښاغلي شریف او یو شمېر نورو ویناوالو خبرې وکړې چې د سټنډرډ ارزښت، تطبیق او موخې یې د بحث محور و.

د غونډې په یوه برخه کې له انسا ادارې څخه د استاد سرور دانش د ملاتړ په موخه نوموړي ته او له انسا ادارې سره د همکاره ادارو مسوولینو ته تندیسونه، دغه راز د انسا ادارې تخنیکي ټیم ته ستاینلیکونه ډالۍ شول.

د غونډې په پای کې د یو شمېر کمپنیو تولیدات او توکي هم د یوه نندارتون په ترڅ کې نندارې ته وړاندې شول.

د انسا ادارې رهبرۍ د لوړپوړو دولتي چارواکو د غوڅ ملاتړ په درلودلو سره د اقتصادي پیاوړتیا او پرمختګ په برخه کې عملي ګامونه پورته کړي دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۳۶
Background image

د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د سټنډرډ ملي ادارې د شعبوو لپاره د پي وي سي پارټیشنونو او دروازو د نصبولو قرارداد د ورکړې د پرېکړې اعلان

د افغانستان سټنډرډ ملي اداره په پام کې لري چې د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د سټنډرډ ملي ادارې د څانګو د پي وي سي پارټیشنونو او دروازو د تهیه او نصبولو قرارداد، محترم افغان سیکارام ساختماني او. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۲۳
Background image

د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د ستنډرډ ملي ادارې د ودانیو دننه او بهرنیو برخو د رنګولو د قرارداد د ورکړې د پرېکړې اعلان

د افغانستان ستنډرډ ملي اداره په پام کې لري چې د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د ستنډرډ ملي ادارې د ودانیو دننه او بهرنیو برخو د رنګولو قرارداد، محترم پرویز هارون حضرتي ساختماني شرکت ته، چې د جواز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۱:۲۴
Background image

د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د سټنډرډ ملي ادارې د کیفي تصدیق پاڼو د وېش پروژې د تجهیزاتو د تدارک د بیا اعلان په اړه

سټنډرډ ملي اداره ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د سټنډرډ ملي ادارې د کیفي تصدیق پاڼو د وېش پروژې د تجهیزاتو د تدارک په داوطلبۍ پروسه کې ګډون وکړي. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ نړیواله ورځ او د کیفیت اونۍ ولمانځل شوه.