د سټنډرډ ملي ادارې په هېواد کې د غالیو او نساجۍ په برخه کې د فعالو لابراتوارونو په درلودلو سره دغه صنعت ته لا زیات پرمختګ ورکړی
د سټنډرډ ملي ادارې د نساجۍ او غالۍ لابراتوار فعال او چمتو دی چې د غالۍ، نساجۍ او چرم په سکتور کې صنعت کارانو، متشبثینو او صادرونکو ته خدمات وړاندې کړي. دغه لابراتوارونه د تخصصي او مسلکي ظرفیت په درلودلو سره چې له نړیوالو معیارونو سره برابر دي، د غالۍ، فایبر، څرمن، کاغذ، ټوکر او نساجۍ په برخو کې د کیفیت ازموینې او کنټرول ترسره کوي.
د دغه لابراتوار له خوا د سوداګرو، صادرونکو، واردونکو، د نساجۍ فابریکې او د نساجۍ د توکو د تولید د فابریکو او واحدونو لپاره چمتو شوي خدمتونه خورا اغېزمن دي او په نړیواله کچه د افغاني غالیو او د هېواد د نساجۍ صنعت په نړیوال وقار او سوکالۍ کې اضافه کوي.