د سټنډرډ ملي ادارې لوی رییس د ولسمشر له دویم مرستیال سره لیدنه وکړه.

سه شنبه
۱۵/تله/۱۳۹۹
د سټنډرډ ملي ادارې لوی رییس عزیز احمدزي د ولسمشر له دویم مرستیال استاد سرور دانش سره لیدنه وکړه. په دغه لیدنه کې استاد دانش دغې ادارې ته د ښاغلي احمدزي د ټاکل کېدو مبارکي و ویله.
په ناسته کې ښاغلي احمدزي د ادارې د فعالیتونو، پرمختګونو او پروګرامونو په تړاو راپور وړاندې کړ او د دغې ادارې د پلان د بېړني تطبیق وړاندیز یې وکړ او د نوموړي د ملاتړ غوښتونکی شو.
استاد دانش له سټنډرډ ملي ادارې څخه وغوښتل چې له یوه تخنیکي ټیم سره پر تېرو څېړنو سربېره له اړوند قانون سره سم د دغې ادارې راتلونکي پلانونه جوړ او تطبیق کړي.
د ناستې په اوږدو کې ښاغلي احمدزي د ولسمشر له دویم مرستیال څخه هیله وکړه چې د سټنډرډ د نړیوالې ورځې په تړاو د دې ادارې له لوري په جوړېدونکو مراسمو کې برخه واخلي.