د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئیس او ورسره مل پلاوي د سادات هوفیاني سټیل فابریکې څخه څارنه او لیدنه وکړله

Moasaq_admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۷ - ۱۱:۲۴
د سټنډرډ ملي ادارې  عمومي رئیس او ورسره مل پلاوي د سادات هوفیاني سټیل فابریکې څخه څارنه او لیدنه وکړله

د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض الله "تمیم"په کابل ولایت کې د اوسپنې او فولادو تولید له یو شمېر فابریکو څخه لیدنه وکړه. په دې کتنه کې له عمومي رئیس سره د سټنډرډ ملي ادارې، مالي او اداري چارو مرستیال مولوي عطاءالله فرید، د دفتر رئیس مولوي وحید احمد بدري ,د مطابقت ارزونې رئیس مفتي فضل الرحمن منصور  او اړوندو مسوولینو هم حضور درلود.

دغه غونډه د هېواد له کورنيو معيارونو سره سم د سيخ ګل او ساختماني اوسپنې د توليد د څارنې، د صنعتکارانو او د فابريکو خاوندانو د هڅونې او د کورنيو توليداتو په برخه کې د خصوصي پانګونې د جلبولو په موخه جوړه شوې وه.

ښاغلي الحاج ملا فیض الله تمیم د یادې فابریکې د تولیداتو د معیاري کولو په اړه لازمې سپارښتنې وکړې او یادونه یې وکړه؛ د سټنډرډ ملي اداره هوډ لري چې د هېواد په بازارونو کې د خامو موادو د قاچاق او د جعلي توکو د پلور مخه ونیسي. هغه دغه راز,مالي او اداري  چارو مرستیال د څارنې په بهیر کې پر دوامداره څارنې او روڼتیا ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۱۰:۲۴
Background image

ستنډرډ ملي ادارې د پښتني بانک د ۸ عراده بیلابیلو وسایطو د مصرف نورم تثبیت کړ

د ستنډرډ ملي ادارې د نورم تثبیت آمریت تخنیکي ټیم په نه ستړې کیدونکې توګه هڅه کوي ترڅو د وسایطو، تجهیزاتو او ماشینونو د سوند توکو د مصرف دقیق معیار وټاکي. دا نورمونه د سرچینو په ښه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۱۰:۱۹
Background image

د سټنډرډ ملي ادارې د خوراکي توکو د سټنډرډونو د تدوین غونډه جوړه شوه

د خوراکي توکو د سټنډرډونو د تدوین تخنیکي کمیټې غونډه د سټنډرډ ملي ادارې په تخنیکي تالار کې د ملي سټنډرډونو او ودانیزو کوډونو د تدوین او ترویج رئیس مولوي محمد حنیف، د اړوندې کمیټې رئیس. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۱۰:۸
Background image

د چاپېریال ساتنې سټنډرډونو جوړولو تخنیکي کمیټې غونډه د سټنډرډ په ملي اداره کې جوړه شوه

د سټنډرډ ملي ادارې د چاپېریال ساتنې سټنډرډونو جوړولو تخنیکي کمیټې غونډه د ملي سټنډرډونو او ودانیزو کوډونو د تدوین او ترویج رئیس مولوي محمد حنیف، د اړوندې کمیټې رئیس او تخنیکي غړو په. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئیس او ورسره مل پلاوي د سادات هوفیاني سټیل فابریکې څخه څارنه او لیدنه وکړله