د سټنډرډ ملي ادارې د چاپیریال سټنډرډونو د پراختیا د تخنیکي کمېټې غونډه جوړه شوه

Moasaq_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۷ - ۱۲:۴
د سټنډرډ ملي ادارې د چاپیریال سټنډرډونو د پراختیا د تخنیکي کمېټې غونډه جوړه شوه

د  سټنډرډ ملي ادارې د چاپیریال سټنډرډونو د پراختیا د تخنیکي کمېټې غونډه جوړه شوه.  په دغه غونډه کې د سټنډرډ ملي ادارې د چاپیریال سټنډرډونو د پراختیا تخنیکي کارپوه نصرالله شیرزاد، د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د دوامدارې پراختیا او ارزونې رئیس محترم انجنیر نقیب الله صدیقي او د اړوندو ادارو د استازو په ګډون جوړه شوه. په دې غونډه کې د فاضله اوبو تصفیې  فابریکې د سټنډرډونو مسوده، اتمه برخه، د تداوۍ او د خځلو د ذخیره کولو طرحه د کمیټې د غړو لخوا هر اړخیز بحث او بیاکتنه وشوه. د فاضله اوبو تصفیه یو له مهمو مسلو څخه دی، چې د درملنې نشتوالی یې په چاپیریال ناوړه اغیزې لري او د انسان روغتیا له خطر سره مخامخ کوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۱۰:۴۹
Background image

د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د کیفیت تصدیق پاڼو د تجهیزاتو چمتو کولو او تدارکاتو پروژې د قرارداد ورکولو پریکړې اعلان په اړه؛

د معیار او کیفیت اداره په پام کې لري، چې د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د کیفیت تصدیق پاڼو تجهیزاتو د چمتو کولو او تدارکاتو پروژې قرارداد، د اندورا متاء محترم تجارتي شرکت ته، چې د جواز شمیره یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۱۰:۲۹
Background image

د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د ۱۲۰۰۰ کیلوګرامه مایع ګاز د تدارک اعلان

د افغانستان سټنډرډ ملي اداره ټولو په شرایطو برابرو غوښتونکو ته بلنه ورکوي، تر څو د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د (۱۲۰۰۰) کیلو ګرامه مایع ګاز د تدارک د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي. علاقه مندان. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۱۴:۴۹
Background image

سټنډرډ ملي ادارې یو محموله بې کیفیته ودانیز توکي بېرته ایران ته ولېږدول

فراه ۷۸ میل بندر- ۱۴۰۴ سنبله، ۱۶مه

د سټنډرډ ملي ادارې د فراه ۷۸ میل بندر تخنیکي ټیم د ارزونې پر مهال یو محموله نوع نبشي ټي چینل اوسپنه چې ټولیز وزن یې ۲۳ ټنه کیده، د ملي سټنډرډونو خلاف. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادارې د چاپیریال سټنډرډونو د پراختیا د تخنیکي کمېټې غونډه جوړه شوه