د سټنډرډ ملي ادارې د څارنې پروسه د کورنیو تولیداتو د کیفیت لوړولو او د معیار کولو په موخه په دوامداره توګه دوام لري.

ihsan_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۲ - ۱۰:۲۱
د سټنډرډ ملي ادارې د څارنې پروسه د کورنیو تولیداتو د کیفیت لوړولو او د معیار کولو په موخه په دوامداره توګه دوام لري.

د سټنډرډ ملي ادارې د پیمان په نامه د بطریو د تولید له یو خصوصي شرکت څخه چې د کابل- جلال آباد لوې لارې، د پلچرخي صنعتي پارکونو، د کابل پکتیا کوټ کې واقع دی تر څارنې لاندې ونیو. دا پروسه د سټنډرډونو د تطبیق، د کیفیت ملي بنسټونو د پياوړتیا او د کورنیو تولیداتو د معیاري کولو په موخه ترسره کیږي، چې په دوامداره توګه به دوام ولري.

د سټنډرډ ملي ادارې د څارنې هیئت د مطابقت او ارزونې ریاست، د کیفي تصدیق پاڼو ریاست او د ملي سټنډرډونو او ودانیزو کوډ‌ونو د جوړولو او ترویجولو ریاست څخه جوړ دی چې د یاد شرکت د تولیداتو کیفیت او د سټنډرډونو تطبیق یې تر څارنې لاندې ونیو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۰ - ۱۰:۲۱
Background image

د سټنډرډ ملي ادارې د نورم د تثبیت امریت د افغانستان بانک د (۴) عراده وسایطو د سوند توکو د لګښت معیار وټاکه

د نورم خدمتونو وړاندې کول د لګښتونو د سمپا او مالي او اقتصادي سرچینو څخه د اغیزمنې ګټې اخیستنې په برخه کې خورا ارزښت لري. د سټنډرډ ملي ادارې د نورم د تثبیت امریت مسلکي او فني کارکوونکي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۹ - ۱۱:۴۳
Background image

د سټنډرډ ملي ادارې د نورم د تثبیت امریت متخصصینو لخوا د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست د (۲) عراده وسایطو د سوند توکو د لګښت معیار وټاکل شو

د نورم خدمتونو وړاندې کول د لګښتونو د سمپا او مالي او اقتصادي سرچینو څخه د اغیزمنې ګټې اخیستنې په برخه کې خورا ارزښت لري. د سټنډرډ ملي ادارې د نورم د تثبیت امریت مسلکي او فني کارکوونکي. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۱:۱۷
Background image

د سټنډرډ ملي ادارې د علی آباد تدریسي روغتون د (۳) پایه مرکزي ګرمي دستګاوو د سون توکو د لګښت معیار وټاکه

د سټنډرډ ملي ادارې د نورم د تثبیت امریت ددې مسئولیت لري چې د ژمي په موسم کې د وزارتونو او امارتي ادارو د شعبوو د ګرمولو لپاره د ګازي بخاریو، لرګینو بخاریو او مرکز ګرمیو سیستمونو د سون. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادارې د څارنې پروسه د کورنیو تولیداتو د کیفیت لوړولو او د معیار کولو په موخه په دوامداره توګه دوام لري.