د سټنډرډ ملي ادارې د څارنې پروسه د هېواد د کورنیو تولیداتو د معیاري کولو او کیفیت لوړولو په موخه په پرله پسې توګه جریان لري
د سټنډرډ ملي ادارې په هرات ولایت کې د "ګرین انرژي پلس" په نوم د بېټرۍ جوړولو یو خصوصي شرکت څخه څارنه ترسره کړه. دا پروسه د اړوندو سټنډرډونو د تطبیق، د ملي کیفیت بنسټونو پیاوړتیا، او د کورنیو تولیداتو د معیاري کولو او لوړولو په موخه ترسره شوه، چې یاده پروسه به په دوامداره توګه روانه وي.
د سټنډرډ ملي ادارې د څارنې ټیم لخوا د یاد شرکت د تولیداتو کیفیت او د سټنډرډونو د تطبیق څرنګوالی تر څارنې لاندې ونيول شو.