د سټنډرډ ملي ادارې د لوی رییس په مشرۍ انلاین ناسته ترسره شوه.

Moasaq_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۶ - ۱۲:۴۹
د سټنډرډ ملي ادارې د لوی رییس په مشرۍ انلاین ناسته ترسره شوه.

۱۵/غبرګولی/۱۴۰۰

د سټنډرډ ملي ادارې د لوی رییس ذبیح الله زیارمل په مشرۍ انلاین ناسته ترسره شوه چې د اړونده برخو مسوولینو او کارکوونکو په کې برخه لرله.

په پیل کې د پلان او پالیسۍ رییس او د دې ادارې سرپرست د بېلا بېلو برخو د اونۍ د فعالیتونه راپور وړاندې کړ چې د ښاغلي زیارمل له خوا واورېدل شو.

ښاغلي زیارمل د (ISO 17025) سرټیفکشن پروسې په اړه خبرې وکړې او په وینا یې چې له صنعت او سوداګرې وزارت سره دې یوه ناسته ترسره شي، څو د سرټیفکشن په اړه په جزیاتو سره نظرونه وړاندې شي. نوموړي دغه راز د مټرولوژۍ د قانون طرحې تصویب د انسا ادارې مسوولینو او په ځانګړې توګه د مټرولوژۍ څانګې ته مبارکي وویله او دا یې مهمه لاسته راوړنه وګڼله. د هغه په وینا دا قانون پراخه کاري ساحه ایجادوي او ګام په ګام باید ترې ګټه پورته شي.

د ناستې په اوږدو کې د اړوندو برخو مسوولینو د چارو په اړه خپل راپورونه وړاندې کړل او د ښاغلي زیارمل له لوري د چارو د لا ښه والي په موخه لازمې سپارښتې وړاندې شوې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۰/۳/۲۹ - ۱۵:۱۳
Background image

د سټنډرډ ملي ادارې د مشرتابه پلاوي غونډه ترسره شوه.

شنبه

۲۹/غبرګولی/۱۴۰۰

د سټنډرډ ملي ادارې د مشرتابه پلاوي غونډه د لوی رییس ذبیح الله زیارمل په مشرۍ ترسره شوه چې د دې ادارې سلاکارانو، رییسانو او د اړونده برخو مسوولینو په کې برخه لرله. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۲۵ - ۱۴:۴۸
Background image

د ا.ا.ج د چارو ادارې د بېلا بېلو برخو یو شمېر مسوولینو د سټنډرډ ملي ادارې له لوی رییس سره وکتل.

د چارو ادارې د بېلا بېلو برخو یو شمېر مسوولینو د عریضو او شکایتونو د مرستیال سید مجیب الله توران په مشرۍ، عبدالبشیر حکیمي مالي او اداري معیین د سټنډرډ ملي ادارې له لوی رییس سره وکتل.

پ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۲۵ - ۱۳:۲۶
Background image

د اسلامي بانک اجرایوي رییس د سټنډرډ ملي ادارې له لوی رییس سره وکتل.

د افغلنستان اسلامي بانک اجرایوي رییس سید موسی کلیم الفلاحي او د دې بانک د سوداکرۍ د پراختیا امر د سټنډرډ ملي ادارې له لوی رییس ذبیح الله زیارمل سره وکتل.

په دغه لیدنه کې ښاغلي الفلاحي. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادارې د لوی رییس په مشرۍ انلاین ناسته ترسره شوه.