د سټنډرډ ملي ادارې د عمومي رييس په مشرۍ غونډه ترسره شوه.

Moasaq_admin
دوشنبه ۱۳۹۸/۸/۲۷ - ۱۴:۳۳
د سټنډرډ ملي ادارې د عمومي رييس په مشرۍ غونډه ترسره شوه.

 شنبه ۱۳۹۸ /لړم/۲۵

د سټنډرډ ملي ادارې د عومي رييس ډاکټر محمد موسی عَلَمي په مشرۍ غونډه ترسره شوه چې د دغې ادارې مرستیالانو، رییسانو، امرینو او یو شمېر نورو اړونده کار کوونکو په کې برخه درلوده.

د غونډې په پیل کې ښاغلي عَلَمي جلالتماب ولسمشر محمد اشرف غني ته د دغې ادارې د شپږ میاشتني راپور د وړاندې کولو په تړاو خبرې وکړې او په وینا یې چې ولسمشر ورسره ژمنه کړې چې په هره برخه کې به د دغې ادارې ملاتړ کوي او د ستونزو په هوارولو کې به ورسره مرسته کوي. همدارنګه د تولیداتو په معیاري کولو او پراختیا یې تاکید وکړ او زیاته یې کړه چې د سټنډرډونو او منښتلیکونو د ترویج په برخه کې دې پاملرنه زیاته شي.

پر دې سربېره د دغې ادارې تخنیکي مرستیال خواجه جاوید صدیقي د نفتي موادو د کیفیت د تثبیت پر ارزښت خبرې وکړې او د نفتي موادو د کیفیت د کنټرول په برخه کې یې د اړونده ادارو همکاري مهمه وګڼله. د نوموړي په وینا چې دا ځل باید خپلې موخې په غور تعقیب شي او د نفتي موادو د کیفیت د تثبیت په برخه کې باید د پام وړ لاسته راوړنې ولرو.

د دې ترڅنګ مالي او اداري مرستیال احسان جلالزي د ادارې د چارو په ښه ډول ترسره کولو او په داخلي نظم خبرې وکړې. هغه و ویل چې د لابراتواري تجهیزاتو په برخه کې یې له مالیې وزارت سره د (۸) میلیون افغانیو یو تړون لاسلیک کړی دی. همدارنګه یې په راتلونکي مالي کال کې د یو شمېر مهمو پروژ په اړه معلومات وړاندې کړل.

د دغې غونډې په پای کې د ادارې یو شمېر رییسانو او امرینو د خپلو فعالیتونو، طرحو او یو شمېر ستونزو یادونه وکړه چې عمومي رییس یې تر اورېدلو وروسته اړونده برخو ته دنده وسپارله چې د ستونزو په حل کولو کې کوټکلي ګامونه واخلي.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۰/۲۴ - ۱۱:۵۰
Background image

د مټرولوژۍ قانون طرحه د کابینې د قوانینو کمېټې غونډې ته وړاندې شوه.

سه شنبه

۱۳۹۸/مرغومی/۲۴

د کابینې د قوانینو کمېټې غونډه چې د تېرې یکشنبې په ورځ د ولسمشر د دویم مرستیال او د قوانینو د کمېټې د رییس استاد سرور دانش په مشرۍ جوړه شوه، د سټنډرډ ملي ادارې. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۱۹ - ۱۱:۱۲
Background image

د سټنډرډ ملي ادارې د اساسي قانون شپاړسمه کلیزه ولمانځله.

د سټنډرډ ملي ادارې د (۱۸/مرغومی/۱۳۹۸) نېټه د هېواد د اساسي قانون شپاړسمه کلیزه د یوې غونډې په ترڅ کې ولمانځله. په دې تړاو جوړه شوې غونډه کې د دغې ادارې تخنیکي مرستیال خواجه جاوېد صدیقي،. . .

سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۰/۱۷ - ۱۳:۵۵
Background image

د سټنډرډ ملي ادارې رهبرۍ د یو شمېر نورو ادارو په ملتیا د کابل ښار یو شمېر پمپ سټېشنونه له نږدې وڅارل.

سه شنبه ۱۷/مرغومی/۱۳۹۸

د سټنډرډ ملي ادارې (انسا) لوی رییس ډاکټر محمد موسی علمي، د دې ادارې تخنیکي مرستیال خواجه جاوېد صدیقي، د چاپېریال ساتنې ادارې مسلکي معین عزت الله صدیقي، د نفتي. . .

BACK TO NEWS