*د سټنډرډ ملي ادارې د خوراکي توکو او کرنیزو د سټنډرډونو د جوړونې د تخنیکي کمیټې غونډه ترسره شوه

د خوراکي توکو د سټنډرډونو د جوړونې د تخنیکي کمیټې غونډه ددې کمیټې د رئیس او غړو په ګډون سره د تخنیکي غونډه په تالار کې جوړه شوه.
په یاده غونډه کې په بیلابیلو موضوعاتو د هغو له جملې څخه د مربا او ژیلي د سټنډرډونو په مسودو او ورته موضوعاتو د کمیټې د غړو ترمنځ بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
- د خوراکي توکو سټنډرډونه کیفیت او خوندیتوب تضمینوي او د سیمې او نړۍ سره يې سټنډرډونه عیاروي.
- ياد سټنډرډونه محصول ته کیفي سرټیفیکټ او تصديق پاڼې وړاندې کوي او د نړیوالې سوداګرۍ په وړاندې تخنیکي خنډونه له منځه وړي.