د سټنډرډ عالي شورا غونډه ترسره شوه.

Moasaq_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۷/۳۰ - ۹:۴۰
د سټنډرډ عالي شورا غونډه ترسره شوه.

دوشنبه

۲۸/تله/۱۳۹۹

د جمهوري ریاست د دویم مرستیال او د سټنډرډ عالي شورا رییس استاد سرور دانش په مشرۍ د سټنډرډ عالي شورا غونډه ترسره شوه. په دغه غونډه کې د سټنډرډ ملي ادارې لوی رییس عزیز احمدزي، د دې ادارې مرستیالانو او د شورا غړو ګډون درلود.

ښاغلي احمدزي د غونډې په پیل کې د شورا غړو ته د ادارې د فعالیتونو په تړاو هر اړخیز راپور وړاندې کړ. په معیاري ډول د پمپ سټېشنونو د رغولو تګلاره، ۲۷ تازه سټنډرډونه، د سمنټو د بیې ټاکل او د معادلت د میکانیزم تګلاره د بحث محور و. هغه دغه راز پر سوداګرو غږ وکړ چې د بې کیفیته توکو له واردولو څخه ډډه وکړي.

د دې ترڅنګ ښاغلي دانش له دغې ادارې څخه هر اړخیز ملاتړ اعلان کړ او له نورو ادارو سره پر همغږۍ یې ټینګار وکړ. نوموړي پر نورو اړوندو ادارو غږ وکړ چې له سټنډرډ ملي ادارې سره هر اړخیرزه او متداومه همکاري ولري.

په دغه غونډه کې د سټنډرډ ملي ادارې له لوري د خوړو د خوندیتوب د مدیریت سېسټم، د طبي لګښتونو لپاره ترزیقي وسایلو، کانونو، د سون، نفتي او ودانیزو توکو، چاپېریال ساتنې، لمریزې برښنا او ماین پاکۍ په برخو کې د ۲۷ وړاندې شوو سټنډرډونو په تړاو هم بحث وشو.

د ناستې په اوږدو کې پر یادو سټنډرډونو تر بحث ورورسته د پرېکړې له مخې دغه سټنډرډونه په پرنسیب کې تایید شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۰:۴۱
Background image

د سټنډرډ ملي ادارې د درملیزو او سنگاریزو توکو د سټنډرډونو په اړوند تخنیکي غونډه ترسره شوه

د سټنډرډ ملي ادارې د درملیزو او سنگاریزو توکو د تخنیکي کمیټې غونډه د ملي سټنډرډونو او د ودانیزو کودونو د جوړونې او رواجولو رئیس مولوي محمد حنیف، د اړوندې کمیټې د رئیس او غړو په ګډون د. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱ - ۱۱:۴
Background image

په سټنډرډ ملي اداره کې د کیفیت مدیریت سټنډرډونو په اړه غونډه جوړه شوه

د سټنډرډ ملي ادارې د کیفیت مدیریت سټنډرډونو د جوړونې تخنیکي کمېټې غونډه د ملي سټنډرډونو او ودانیزو کوډونو د جوړونې او رواجولو رئیس مولوي محمد حنیف، د اړوند کمېټې رئیس او غړو په ګډون ددې. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱ - ۱۰:۵۵
Background image

د افغانستان سټنډرډ ملي ادارې د نورم د تثبیت خدمتونه بیلابیلو وزارتونو او امارتي ادارو ته په پرېکنده ټوګه دوام لري

د سټنډرډ جوړونې د قانون او مقرراتو له مخې، د افغانستان سټنډرډ ملي اداره د بیلابیلو وزارتونو او امارتي ادارو د وسایطو، ماشینونو، د بریښنا تولیدونکو وسایلو او د تودوخې د سیستمونو د سون. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ عالي شورا غونډه ترسره شوه.