ټاکل شوې چي په بنادرو کې د کیفیت د کنټرول او غوره والي په موخه له پرمختللو ماشین الاتو څخه ګټه پورته شي.

دا چي په ټول هیواد کې د کیفیت کنټرول او د صادراتو او وارداتو د غوره والي دنده او د داخلي صنعت پراختیا د ستنډرډ ملي ادارې مسوولیت دی، په همدې اساس د تخنیکي مرستیال انجنیر سیدحسن تکل په ګډون درې کسیزه پلاوی چې ورسره مله انجینران وو، د TCRC قرار دادي شرکت له خوا پېرودل شوي ماشین آلات چې د کابل په ګمرک کې موجود دي، لیدنه ترسره کړه.
دغه پرمختللې ټکنالوژي به د نفتي توکو د کیفیت د کنټرول په موخه د هېواد بنادرو ته ولېږدول شي.
د سټنډرډ ملي اداره په خپل ټول توان او زیار هڅه کوي، څو ګران هېواد ته ټول واردات او داخلي تولیدات په غوره کیفیت وړاندي کړي او په مارکېټ کې سالمه سیالي رامنځ ته کړي.