د سټنډرډ ملي ادارې د مشرتابه پلاوي غونډه ترسره شوه.

Moasaq_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۵/۳ - ۹:۱۳
د سټنډرډ ملي ادارې د مشرتابه پلاوي غونډه ترسره شوه.

۲۶/چنګاښ/۱۴۰۰

د سټنډرډ ملي ادارې د مشرتابه پلاوي غونډه د لوی رییس ښاغلي ذبیح الله زیارمل په مشرۍ ترسره شوه چې رییسانو، سلاکارانو او اړونده مسوولینو په کې برخه لرله.

په پیل کې ښاغلي زیارمل د اقتصاد په عالي شورا کې د سټنډرډ ملي ادارې دایمي غړیتوب او د سټنډرډ عالي شورا له لوري د مشخصاتو ۱۸ او د ازمېیښت ۵ سټنډرډونو تصویب د ادارې ټولو کارکوونکو ته مبارکي وویله او دا یې لویه لاسته راوړنه وګڼله. نوموړي له سټنډرډ ملي ادارې څخه د جمهوري ریاست د دویم مرستیال استاد سرور دانش له ملاتړ مننه وکړه.

په دغه ناسته کې د مخکینیو اجرائاتو څرنګوالی او د تصمیمونو پرمختګ و ارزول شو چې کاري راپورونه د قناعت وړ وو. دغه راز د تدوین شوو سټنډرډونو د تطبیق په برخه کې د پانګونې پر جلب، د کیفي تصدیق پاڼو پر وېش او مټرولوژۍ هر اړخیز بحث وشو. ښاغلي زیارمل اړونده څانګو ته لارښوونه وکړه، څو یاده شوې موضوع له کورنیو او نړیوالو خونو سره شریکه کړي، څو په هغو برخو کې چې انسا اداره همکارۍ ته اړتیا لري، خصوصي سکټور ته د پانګونې فرصت ورکړل شي.

د غونډې په اوږدو کې له بهرنیو سټنډرډ ادارو سره د انسا ادارې د بهرنیو اړیکو پر تقویت، د سټنډرډ ملي سټراتیژۍ د تدوین په برخه کې د سوداګرۍ نړیوال سازمان (ITC) د همکارۍ جلب، د هوکړه لیکونو او کړنلارو نهایي کول، له بندرونو څخه د عوایدو غوره راټولول، د ۱۴۰۱ مالي کال د بودجې د پلان طرحه او د عادي او پراختیایي پروژو پرمختیا او عملي کوو نظرونه او بحث ترسره شو.

دغه راز د پیریدونکو د چوپړتیاو د مرکز د ایجاد، د مدیریتي سېسټمونو او د محصول کیفي تصدیق پاڼو د تصدیق کولو مرکز او د معیاري محصولاتو د یوه تلپاتې نندارتون د ایجاد خبر ورکړل شو.

په پای کې ښاغلي زیارمل اړونده برخو ته د چارو د لا ښه والي په موخه لازمې مشورې او لارښوونې ورکړې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۱۰:۴۹
Background image

د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د کیفیت تصدیق پاڼو د تجهیزاتو چمتو کولو او تدارکاتو پروژې د قرارداد ورکولو پریکړې اعلان په اړه؛

د معیار او کیفیت اداره په پام کې لري، چې د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د کیفیت تصدیق پاڼو تجهیزاتو د چمتو کولو او تدارکاتو پروژې قرارداد، د اندورا متاء محترم تجارتي شرکت ته، چې د جواز شمیره یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۱۰:۲۹
Background image

د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د ۱۲۰۰۰ کیلوګرامه مایع ګاز د تدارک اعلان

د افغانستان سټنډرډ ملي اداره ټولو په شرایطو برابرو غوښتونکو ته بلنه ورکوي، تر څو د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د (۱۲۰۰۰) کیلو ګرامه مایع ګاز د تدارک د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي. علاقه مندان. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۱۴:۴۹
Background image

سټنډرډ ملي ادارې یو محموله بې کیفیته ودانیز توکي بېرته ایران ته ولېږدول

فراه ۷۸ میل بندر- ۱۴۰۴ سنبله، ۱۶مه

د سټنډرډ ملي ادارې د فراه ۷۸ میل بندر تخنیکي ټیم د ارزونې پر مهال یو محموله نوع نبشي ټي چینل اوسپنه چې ټولیز وزن یې ۲۳ ټنه کیده، د ملي سټنډرډونو خلاف. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادارې د مشرتابه پلاوي غونډه ترسره شوه.