د سټنډرډ ملي ادارې د بخارۍ جوړونې کارخونو د څارنې بهیر په هېواد کې د ملي صنایعو د پیاوړتیا په موخه دوام لري

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱ - ۱۴:۴۷
د سټنډرډ ملي ادارې د بخارۍ جوړونې کارخونو د څارنې بهیر په هېواد کې د ملي صنایعو د پیاوړتیا په موخه دوام لري

د سټنډرډ ملي ادارې د شهر اتفاق په نوم د بخارۍ جوړونې له یو شرکت څخه چې د کابل ولایت دشت برچي سیمې - د شهیدانو څلورلارې، په اتفاق ښارګوټي کې موقعیت لري، څارنه ترسره کړه.       

دا بهیر د اړوندو سټنډرډونو د تطبیق، ملي صنایع د پیاوړتیا او د کورنیو تولیداتو د کیفیت معیاري کولو په موخه ترسره شوه چې په دوامداره توګه به دوام ولري.

د سټنډرډ ملي ادارې د څارنې موظف شوی هیئت چې د ارزونې او مطابقت ریاست، د کیفي تصدیق‌ پاڼو د ویش ریاست او د ملي سټنډرډونو او ودانیزو کوډونو د جوړونې او رواجولو ریاست له کارکوونکو څخه جوړ شوی و، د یاد شرکت د تولیداتو کیفیت او د سټنډرډونو د تطبیق څرنګوالی یې تر څارنې لاندې ونیوه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱ - ۱۴:۴۷
Background image

د سټنډرډ ملي ادارې د بخارۍ جوړونې کارخونو د څارنې بهیر په هېواد کې د ملي صنایعو د پیاوړتیا په موخه دوام لري

د سټنډرډ ملي ادارې د شهر اتفاق په نوم د بخارۍ جوړونې له یو شرکت څخه چې د کابل ولایت دشت برچي سیمې - د شهیدانو څلورلارې، په اتفاق ښارګوټي کې موقعیت لري، څارنه ترسره کړه.       

دا بهیر. . .

شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱ - ۱۱:۶
Background image

د سټنډرډ ملي ادارې د نورم د تثبیت امریت متخصصینو لخوا د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د (۵) عراده وسایطو د سوند توکو د لګښت معیار وټاکل شو

د نورم خدمتونو وړاندې کول د لګښتونو د سمپا او مالي او اقتصادي سرچینو څخه د اغیزمنې ګټې اخیستنې په برخه کې خورا ارزښت لري. د سټنډرډ ملي ادارې د نورم د تثبیت امریت مسلکي او فني کارکوونکي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۸ - ۱۲:۴
Background image

په افغانستان کې د بخارۍ جوړونې د صنعت د څارنې پروسه په دوامداره توګه دوام لري

د سټنډرډ ملي ادارې د جمبود بهسود په نوم د بخارۍ جوړونې له یو شرکت څخه چې د کابل ولایت د پغمان ولسوالۍ- د سنگ مرمر صنعتي ښارګوټي ـ په ارغندي بالا سیمه کې موقعیت لري، څارنه ترسره کړه.    . . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادارې د بخارۍ جوړونې کارخونو د څارنې بهیر په هېواد کې د ملي صنایعو د پیاوړتیا په موخه دوام لري