د افغانستان سټنډرډ ملي ادارې او ازبکستان سټنډرډ ملي ادارې ترمنځ انلاین غونډه ترسره شوه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۷ - ۱۳:۴۷
د افغانستان سټنډرډ ملي ادارې او ازبکستان سټنډرډ ملي ادارې ترمنځ انلاین غونډه ترسره شوه

پدې غونډه کې د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض الله تمیم، د تخنیکي چارو مرستیال مولوي محمد آصف قانت، د ازبکستان سټنډرډ ادارې رئيس ښاغلی جمعانزاروف اکمل او د دواړو ادارو د اړوندو برخو مسؤلیونو ګډون درلود.

ددې غونډې په لړ کې د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئيس الحاج ملا فیض الله تمیم وویل: په معیار برابر واردات د ملي سټنډرډونو سره سم زموږ او زموږ د هېواد غوښتنه ده او پدې برخه کې ستاسو جدي پاملرنه غواړو.

نوموړي دغه راز زیاته کړه: موږ باید پوره همغږي او همکاري ولرو څو د دواړو هېوادونو ترمنځ واردات او صادرات د سټنډرډونو په اساس ترسره او سالمه سوداګرۍ وکړو.

دا غونډه د افغانستان سټنډرډ ملي ادارې او د ازبکستان سټنډرډ ملي ادارې ترمنځ د اړیکو د ښوالي، د سټنډرډ جوړونې، د مطابقت ارزونې، کیفي تصدیق پاڼو او مترولوژي په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو لپاره جوړه شوې وه.

همدارنګه د دواړو سټنډرډ ادارو ترمنځ د همکاریو هوکړه لیک وروستی شو، چې د دپلوماتيکو چینلونو له لارې به لاسلیک شي.

په پای کې د ازبکستان سټنډرډ ملي ادارې ژمنه وکړه، چې د کیفي تصدیق پاڼو په برخه کې به د سټنډرډ ملي ادارې کارکوونکو ته د ازبکستان هېواد په ترمذ ښار کې روزنه ورکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۱۴:۴۹
Background image

سټنډرډ ملي ادارې یو محموله بې کیفیته ودانیز توکي بېرته ایران ته ولېږدول

فراه ۷۸ میل بندر- ۱۴۰۴ سنبله، ۱۶مه

د سټنډرډ ملي ادارې د فراه ۷۸ میل بندر تخنیکي ټیم د ارزونې پر مهال یو محموله نوع نبشي ټي چینل اوسپنه چې ټولیز وزن یې ۲۳ ټنه کیده، د ملي سټنډرډونو خلاف. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۳۶
Background image

د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د سټنډرډ ملي ادارې د شعبوو لپاره د پي وي سي پارټیشنونو او دروازو د نصبولو قرارداد د ورکړې د پرېکړې اعلان

د افغانستان سټنډرډ ملي اداره په پام کې لري چې د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د سټنډرډ ملي ادارې د څانګو د پي وي سي پارټیشنونو او دروازو د تهیه او نصبولو قرارداد، محترم افغان سیکارام ساختماني او. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۲۳
Background image

د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د ستنډرډ ملي ادارې د ودانیو دننه او بهرنیو برخو د رنګولو د قرارداد د ورکړې د پرېکړې اعلان

د افغانستان ستنډرډ ملي اداره په پام کې لري چې د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د ستنډرډ ملي ادارې د ودانیو دننه او بهرنیو برخو د رنګولو قرارداد، محترم پرویز هارون حضرتي ساختماني شرکت ته، چې د جواز. . .

BACK TO NEWS

د افغانستان سټنډرډ ملي ادارې او ازبکستان سټنډرډ ملي ادارې ترمنځ انلاین غونډه ترسره شوه