د سټنډرډ ملي ادارې لخوا د دنیا الکائنات سوداګرۍ او لوژستیک خدماتو شرکت بررسي شو.

د ستندرد ملي ادارې د دنیا الکینات سوداګرۍ او لوژستیک خدماتو شرکت له خدمتونو او فعالیتونو څخه لیدنه وکړه. په دې پروسه کې د سټنډرډ ملي ادارې د مطابقت او ارزونې رئیس محترم مفتي فضل الرحمن منصور، د سټنډرډ ملي ادارې تخنیکي سلاکار محمد طارق صافي او د اړوندو ادارو یو شمېر مسوولینو ګډون کړی و.
ياده شوې پروسه په کابل ولايت کې د خدمتونو د پروسو او د خصوصي شرکتونو د فعاليتونو د معياري کولو په موخه ترسره شوه.