د سټنډرډ ملي اداره د مختلفو دولتي وزارتونو او اداراتو لپاره د دوی د وسایطو او ماشینونو د تیلو مصرف اندازه کولو په موخه د نورم خدماتو په وړاندې کولو کې کلک هوډ لري.
د سټنډرډ ملي ادارې د تثبیت نورم امریت لخوا د مختلفو دولتي وزارتونو او اداراتو د (۱۹) عراده وسایطو او (۵) ډوله ماشینونو لپاره د تیلو د مصرف اندازه وټاکله.