د سټنډرډ ملي ادارې د مشرتابه پلاوي غونډه ترسره شوه.

Moasaq_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۵/۳ - ۹:۱۳
د سټنډرډ ملي ادارې د مشرتابه پلاوي غونډه ترسره شوه.

۲۶/چنګاښ/۱۴۰۰

د سټنډرډ ملي ادارې د مشرتابه پلاوي غونډه د لوی رییس ښاغلي ذبیح الله زیارمل په مشرۍ ترسره شوه چې رییسانو، سلاکارانو او اړونده مسوولینو په کې برخه لرله.

په پیل کې ښاغلي زیارمل د اقتصاد په عالي شورا کې د سټنډرډ ملي ادارې دایمي غړیتوب او د سټنډرډ عالي شورا له لوري د مشخصاتو ۱۸ او د ازمېیښت ۵ سټنډرډونو تصویب د ادارې ټولو کارکوونکو ته مبارکي وویله او دا یې لویه لاسته راوړنه وګڼله. نوموړي له سټنډرډ ملي ادارې څخه د جمهوري ریاست د دویم مرستیال استاد سرور دانش له ملاتړ مننه وکړه.

په دغه ناسته کې د مخکینیو اجرائاتو څرنګوالی او د تصمیمونو پرمختګ و ارزول شو چې کاري راپورونه د قناعت وړ وو. دغه راز د تدوین شوو سټنډرډونو د تطبیق په برخه کې د پانګونې پر جلب، د کیفي تصدیق پاڼو پر وېش او مټرولوژۍ هر اړخیز بحث وشو. ښاغلي زیارمل اړونده څانګو ته لارښوونه وکړه، څو یاده شوې موضوع له کورنیو او نړیوالو خونو سره شریکه کړي، څو په هغو برخو کې چې انسا اداره همکارۍ ته اړتیا لري، خصوصي سکټور ته د پانګونې فرصت ورکړل شي.

د غونډې په اوږدو کې له بهرنیو سټنډرډ ادارو سره د انسا ادارې د بهرنیو اړیکو پر تقویت، د سټنډرډ ملي سټراتیژۍ د تدوین په برخه کې د سوداګرۍ نړیوال سازمان (ITC) د همکارۍ جلب، د هوکړه لیکونو او کړنلارو نهایي کول، له بندرونو څخه د عوایدو غوره راټولول، د ۱۴۰۱ مالي کال د بودجې د پلان طرحه او د عادي او پراختیایي پروژو پرمختیا او عملي کوو نظرونه او بحث ترسره شو.

دغه راز د پیریدونکو د چوپړتیاو د مرکز د ایجاد، د مدیریتي سېسټمونو او د محصول کیفي تصدیق پاڼو د تصدیق کولو مرکز او د معیاري محصولاتو د یوه تلپاتې نندارتون د ایجاد خبر ورکړل شو.

په پای کې ښاغلي زیارمل اړونده برخو ته د چارو د لا ښه والي په موخه لازمې مشورې او لارښوونې ورکړې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۰ - ۱۰:۴۸
Background image

د سټنډرډ ملي ادارې د یو شمېر تشوو بستونو د ازموینې پروسه ترسره شوه

د سټنډرډ ملي ادارې د درې (۳) مسلکي بستونو لپاره د ازموینې پروسه په شفافه او عادلانه توګه د د سټنډرډ ملي ادارې د کارکوونکو د چارو امر محترم مفتي فضل الرحمن منصور، د اداري اصلاحاتو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۰ - ۱۰:۲۹
Background image

د سټنډرډ ملي ادارې د سوداګرۍ پر وړاندې د تخنیکي خنډونو (TBT) کمیټې غونډه د بېلابېلو وزارتونو او اړوندو دولتي ادارو د استازو په ګډون سره ترسره شوه

په دې غونډه کې د سټنډرډ ملي ادارې د مطابقت ارزونې رئیس مولوي شیر آغا جالب، د ملي سټنډرډونو او ودانیزو کوډونو د جوړونې او رواجولو رئیس مولوي محمد حنیف، د کرنې وزارت، د کانونو وزارت، د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۰ - ۹:۳۶
Background image

د ودانیزو توکو د سټنډرډونو د جوړونې تخنیکي غونډه په سټنډرډ ملي اداره کې ترسره شوه

د سټنډرډ ملي ادارې د ودانیزو توکو د سټنډردونو د جوړونې د تخنیکي کمېټې غونډه د ملي سټنډرډونو او ودانیزو کوډونو د جوړونې او رواجولو رئیس مولوي محمد حنیف، د اړوندې کمېټې رئیس او غړو په. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادارې د مشرتابه پلاوي غونډه ترسره شوه.