د کوهدامن د خلکو ټولنیزې شورا او مشرانو د سټنډرډ ملي ادارې له لوی رییس سره وکتل.

Moasaq_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۵ - ۱۰:۲۶
د کوهدامن د خلکو ټولنیزې شورا او مشرانو د سټنډرډ ملي ادارې له لوی رییس سره وکتل.

۳/غبرګولی/۱۴۰۰

د کوهدامن خلکو ټولنیزې شورا یو شمېر غړو او مشرانو د سټنډرډ ملي ادارې له لوی رییس ذبیح الله زیارمل سره وکتل. په دغه لیدنه کې امنیه قومندان، ولسوال او یو شمېر با نفوذه کسانو برخه اخیستې وه. د دې سیمې خلکو او مشرانو ښاغلي زیارمل ته د نوې دندې مبارکي ورکړه او همدارنګه د دې ادارې د ارزښت او په ټولنه کې یې د اغېز په تړاو خبرې وکړې.

د دې ترڅنګ ښاغلي زیارمل انسا ادارې ته د دوی راتګ نېک وګاڼه او په ټولنه کې یې د خلکو تر منځ پر همغږۍ تاکید وکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۴ - ۱۳:۲۹
Background image

د سټنډرډ عالي شورا درېیمه غونډه د ریاست ‌الوزرا د اقتصادي مرستیال تر مشرۍ لاندې ترسره شوه او ۱۱۷ نوي سټنډرډونه تصویب شول

غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.

دا غونډه د الحاج ملا عبدالغني برادر آخند، د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال، تر مشرۍ لاندې د مرمرین ماڼۍ په تالار کې ترسره شوه،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۷ - ۱۲:۷
Background image

د سټنډرډ ملي ادارې د نورم د تثبیت امریت د چارو ادارې عمومي ریاست د ګرځنده ورکشاپ د سون توکو د مصرف معیار وټاکه

د سټنډرډ ملي ادارې د نورم تثبیت امریت تخنیکي ټیم، له فني ارزونو وروسته، د چارو ادارې د عمومي ریاست د )۱ (عراده فورد ګرځنده ورکشاپ د سون توکو د مصرف معیار وټاکه.

ددې ادارې د نورم تثبیت. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د سټنډرډ ملي ادارې د نورم د تثبیت خدمتونه د سرچینو د غوره مدیریت په پار په دوامداره توګه دوام لري

د سټنډرډ ملي ادارې د نورم تثبیت متخصصینو د عامې روغتیا وزارت د (۱) عراده موټر، د برېښنا شرکت د (۱) عراده موټر او د پولیسو اکاډمۍ قومانداني د (۱) عراده موټر د سون توکو د مصرف معیار وټاکه. . .

BACK TO NEWS

د کوهدامن د خلکو ټولنیزې شورا او مشرانو د سټنډرډ ملي ادارې له لوی رییس سره وکتل.