په سټنډرډ ملي اداره کې د قران کریم د ختم مراسم ترسره شول.
دوشنبه
۱۳۹۸/کب/۲۷
په سټنډرډ ملي اداره کې د دغې ادارې د کارکوونکو له لوري د قران کریم د ختم مراسم ترسره شول. د قران کریم د ختم په دغو مراسمو کې د سټنډرډ ملي ادارې رهبری، یو شمېر رییسانو او لسګونه کارکوونکو برخه لرله.
د ختم مراسمو په پای کې په ګډه د روان وضعیت د ښه والي او د کرونا ناروغۍ څخه د هېوادوالو د ژغورنې لپاره دعا وشوه.