د سټنډرډ ملي اداره هوډ لري چې د ژمي موسم په رارسیدو سره د بیلابیلو وزارتونو او اداراتو د تودوخې وسیلو لپاره د مصرف نورمونه وټاکي

د سټنډرډ ملي ادارې د نورم امریت تخنیکي ټیم له لورې د سالنګونو د حفظ مراقبت ریاست د رسمي غوښتنې له مخې یاد شوي ټیم د کاري طرزالعمل له مخې د (۱۵۴) ګازو او لرګیو د تودخو وسیلو مصرف نورم ټاکلی چې د سالنګ په بیلابیلو سیمو کې کارول کیږي. د یاد شوي نورم له تصویب وروسته، کمیټې په رسمي توګه د راتلونکو اجرااتو لپاره له دوی سره شریکې کړې.