په سټنډرډ ملي اداره کې د (ISO 22000-2018) او (ISO 19011- 2018) سټندرډونو په تړاو زده کړیز پروګرام پیل شو

یکشنبه ۱۳۹۸/کب/۴ په سټنډرډ ملي اداره کې د خوراکي توکو (ISO 22000-2018) او څار مدیریت د سېسټم (ISO 19011- 2018) سټنډرډونو په تړاو دیارلس ورځنی زده کړیز پروګرام پیل شو. دغه پروګرام د انسا ادارې د تخنیکي ټیم لپاره د دیارلسو ورځو په اوږدو کې ترسره کېږي. د دې پروګرام په پیل کې د دغې ادارې حقوقي سلاکار محمد بشیر بهرام د پروګرام پلي کوونکو مسوولینو څخه مننه وکړه او دغه ډول پروګرامونه یې د وړتیاو لوړولو په برخه کې اغېزمن وبلل. په دغه پروګرام کې د یادو سټنډرډونو په اړه نظري او عملي زده کړې ورکول کېږي چې موخه یې د انسا ادارې د تخنیکي ټیم د ظرفیتونو لوړول دي. یاد پروګرام د اروپايي اتحاديې او د سوداګرۍ د نړیوال مرکز په ملاتړ او د کیا څېړنیز او پرمختیايي شرکت په وسیله ترسره کېږي.