د صادراتو د ملي سټراتیژۍ د تطبیق او بیا کتنې په اړه د اړونده ادارو د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

د (۱۱/کب/۱۳۹۸) نېټه په سټنډرډ ملي اداره کې د صادراتو ملي سټراتیژۍ د غوره تطبیق او بیا کتنې په اړه د همغږۍ غونډه ترسره شوه. په دغه غونډه کې د سوداګرۍ او صنایع وزارت او د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارتونو استازو په کې برخه درلوده چې موخه یې د اړونده ادارو د فعالیتونو او د صادراتو د ملي سټراتیژۍ د غوره تطبیق تګلارو تشخیص او بیا کتنه وه.
دا په داسې حال کې ده چې د صادراتو ملي سټراتیژي د افغانستان اسلامي جمهوري دولت، د سوداګرۍ او صنایع وزارت او سوداګرۍ خونې په ملاتړ او د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت، د سټنډرډ ملي ادارې او د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایع خونې په همکارۍ تدوین شوې ده.