د سټنډرډ ملي ادارې لوی رییس د افغانستان او ایران د اقتصادي همکاریو د ګډ کمیسیون په چارو کې د ایران له سلاکار وزیر سره لیدنه وکړه.

۱۲/ کب/ ۱۳۹۹
د سټنډرډ ملي ادارې لوی رییس عزیز احمدزي د افغانستان او ایران د اقتصادي همکاریو د ګډ کمیسیون په چارو کې د ایران له سلاکار وزیر ښاغلي علي عدالت سره لیدنه وکړه چې د دواړو هېوادونو په دوه اړخیزه همکاریو یې خبرې اترې وکړې.
په دغه لیدنه کې ژمنه وشوه چې ایران هېواد به خپل ملي سټنډرډونه د افغانستان له سټنډرډ ملي ادارې سره شریک کوي، د مطابقت ارزونې د چوپړتیاو په برخه کې به همکاري کوي، د دې ادارې کارکوونکو ته به لنډ مهاله او اوږد مهاله زده کړیز پروګرامونه جوړوي او دې ته ورته پر یو شمېر نورو همکاریو بحث وشو چې د ایران هېواد له لوري به د افغانستان له سټنډرډ ملي ادارې سره ترسره کېږي.
د غه راز د مټرولوژۍ د چوپړتیاو په برخه کې به هم خپلې همکارۍ ته دوام ورکوي.